غزل
تاته رسېدو كي په زر واره قدم اخلمه
بل چيري خو نه ځم تر خپل ياره قدم اخلمه
ستا نظر به څه وكړي خبر يم چي خونكاره دى
ښه په دې پوهېږم ستا تر ښكاره قدم اخلمه
ځم چي د سپوږمۍ شپول ته ستا خيال په رڼا پرېولمه
سيوري ته د ستورو تر سهاره قدم اخلمه
كړنگ د جام نغمه ده د يزدان راز پكښي نغښتى دى
زړه د ميخانه كي تر انواره قدم اخلمه
نه تښتم له عيبه اعتراف لره چمتو يمه
ټول چي مي ښه ويني پر هنداره قدم اخلمه
ستا چي ورك تصوير وينم د ذهن په لېمو كي زه
دا معنا لري چي تر پرهاره قدم اخلمه
پېژنم جونګړه او د خټو يو سپېره كورګى
زه به په څه ګون تر شهرياره قدم اخلمه
نسته د فرمان نوم د پتيال د ازل كرښه كي
هر وخت به ملګرو تر انكاره قدم اخلمه