Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-11-21  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

زمونږه کلې

دلته ملنګ ټپي دی دلته چیلم مات شوې
دلته د بنګو بوټې قلم قلم مات شوې
دلته د غره د  خلکو ژبه شته دی
خو یی ویاندټپي، زړه د صنم مات شوې
دلته ګودر لمبه ده،له ویرې څوک نه ورځي
د کلي دنګ چنار دلته په بم مات شوې
دلته خمار نشته دلته کرار نشته دی
دلته  ډيوې مړې دي  دلته تورتم مات شوې
دلته کاکړه اشنا! له کلي ټول تلي دي
کوڅه کوڅه ویجاړه، دکلي سم مات شوې

اکرام الله کاکړ   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005