هیله
رحیم الله بشارت
بیابه ددې دښتې دلېوانو سترګې وبرېښي
بیابه دکوچۍ دچرګۍ سپینه رڼابله شي
بیابه داد غرولمنې سرې په خندا واړوي
بیابه دغاټول رګونه ډک دژوند له زغله شي
بیابه په جرګوکې دګیټکیومینارونه وي
داځل مچلګې به مونږ یواځې په کارونو ږدو
داځل به ناغې وي خودفکر په لټۍ به وي
داځل غنم وږي به په سر دښو فکرونو ږدو
بیابه یوسهاردنغارې په ډنګ راپاڅېږو
بیابه د اشرپه کار لستوڼي ،بډې پورته شي
بیابه دشودو رودونه مست په پښتونخوازغلي
بیابه مودشپون ،شپېلۍ ته ورارې ګډې پورته شي
بیابه اربکیان لکه کښیان دژوندمتاع ساتي
مرګ په ځای د ژوند دمیدان خلک به همدا جوړشي
دغه ځوانې وینې به دځوانو لارو څلي ږدي
دوی ترمنځ نرخونه به اخلاق ،زغم او بریاجوړشي
دبیټ نیکه دعابه دغرغښت له کاله وګرځي
لاړه به شي پورته داسمان دکور ډیوه به شي
ناسته به منلې په پالنګ لکه دناوې وي
سربه ورته ټيټ شي دزردشت د اور ډيوه به وي
لاس دتورسرکوبه په مټ دسیلۍ وخوځي
شړي به مرغۍ چې کومې شان له درمندونو وړي
ځوان به ملاتړلی بیاد لو پټوته ووځي
ډکې به لمنې ماشومان له درمندونو وړي
ول به دپټکي مو اوبو وړې پازې ونغاړي
بیابه دساحل له کوډنو،نه ترسپوږمۍ لاړشي
بیابه دزوال سندرې خولوکې دچا وچې شي
غږ به دټپوموبیاپه غږ دملالۍ لاړشي
سربه دزور ګیرو ځانته ووايي چې وخت نه دی
چل په مټوبردی خوپه فکر باندې بر نه دی
دلته اوس سرونه د ولس لپاره ستړي دي
داسې ستړی سر ګوری هیڅ وخت دخرڅلاوسرنه دی