Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-11-22  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

که ته راشي

خوشبويه به شي ټولې فضاگانې ،که ته راشي
خورې به شي هر خواته رڼاگانې، که ته راشي
هغې هميش پوره غوښتم هغې يوازې نه!
پوره به شي د مور مې دعاګانې، که ته راشي
غمونو،انديشنو او داسې نور مې زړه وخوړ
شي ورکې به دا ټولې بلاګانې که ته راشي
يو ختم د قران کوم ملا چڼي راغواړم
او خورمه پې ښې ډيرې حلواګانې که ته راشي
دا سترګې خو مې ستا د ديدن مم پسې ژړيږي
خاموشې به شي دواړه ماشومانې که ته راشي

بشير احمد ګواښ ـ امريکا   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005