غزل
ښکلي ټپه مي زمـــــــــزمه کړه د سرو اوښکو سره
په غم رڼه مي کرۍ شپه کړه د سرو اوښکو سره
په کاڼي زړه کي تنده بيرته څه نيمــــــګړې شوله
ډکه د صبر مي پـــــــياله کـــــړه د سرو اوښکو سره
د ژوند آرمان لکه شهــــــــــــــــيد په اوږو ګرزومه
د ځان مي ستړي پرشته کړه د ســرو اوښکو سره
ورتـــــــه ولاړ وم د جانان د سترګو ديد مي کاوه
ماته مي ښکلي آيينه کړه د سرو اوښـــــــــــکو سره
حجر اســـــــــــــــود په رنګه ما هـــغه زر واره اشنا
ښکل مي په ميـنه دروازه کړه د سرو اوښــکوسره
ستا د ســــپرلي وږمې په هاغه کلي نه ګــــرزيدى
ډيوه د هـــــيلو مي ژر مړه کړه د رو اوښــــکو سره
ما بشر مل دي وير په تود هـــــرکلي ولمانځي سم
ستا په قدم چي مي سجده کړه د سرو اوښکو سره
بشر مل ناصر ږوب پښتونخوا