Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-11-26  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

مجبوري

 

زړه مې ډېر غواړي خو درتللی نشم

دا ستا له سترګو صبرېدلی نشم

له ټپي زړه مې تورې وينې څاڅي

د دنيا ننګ ده چې ژړلی نشم

زولانه شوی د تقدير په ځنځير

دا ځنځيرونه ماتولی نشم

پريکړې د ټنډې يم سېزلی په اور

وسه مې نشي څه کولی نشم

زړه مې لوی غر ده طوفانونه زغمي

ستا يو نظر ته ټينګېدلی نشم

يوځل پوښتنه مې د خوږ زړه وکه

خير ده که زه درته وييلی نشم

لويه دنيا راباندې تنګه شوه نن

خداييګو اسمان ته هم ختلی نشم

برخه مې ټول عمر ژړا ليکلی

چېرته په بل ېې بدلولی نشم

ښامار د مينې مې څکي وينې د زړه

دا پاړوګر جانان ليدلی نشم

سترګې مې وباسه چې ړوند شم اشنا

دا ظلم زور نوره زغملی نشم

01.01.2003

ډاکټر فيض الله ثاقب   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005