ستا د مخ په آيينه کي تاته ګورم ځان ته ګورم
په دې ښکلي زمانه کي تاته ګورم ځان ته ګورم
د سرو شونډو خيال دي واخيستمه لاړم مېخانې ته
د سرو مېو په پياله کي تا ته ګـــــــورم ځان ته ګورم
ته مي راوستي وزړه ته زړه مي خپل ؤ ته مي خپل شوې
پټ د ننه په سينه کي تا ته ګــــــــورم ځان ته ګورم
دا چي اوس سره يو ځاي يو ته يو ګل يي زه يو خار يم
د ګلونو په باغــــــــــچه کي تا ته ګورم ځان ته ګورم
ته شاعر که زه شاعر يم ته هنر که زه هنـــــــر يم
د غزل په قافيه کي تاتــــــه ګورم ځان ته ګورم