څه په هنر يې خدای سينه باندې ورايښي ستوري
دا دوه جوړه د وجود څاڅکي مه شه ګوښي ستوري
د سره شفق دې بيګانه لمبو يې پښې سوې دي
دا ماشومان چې ځي سلګۍ سلګۍ اونګوښي ستوري
څوک ليونۍ يوه اوونۍ وروسته, ځيرځير پلونه ګوري
وايي چې يار مې پر دې لاره هکې کې پرې ايښي ستوري
چې ترې يوه لمن ميده اوړه ادې ته يوسي
دا يتيم خيال مې له يوه بله سره مښي ستوري