راځه چې وکړونن يوڅوخبرې
ډکې له مينې اود زړو خبرې
اشناچې کله زماخواته راشې
ماته بيا مه کړه دپرادوخبرې
تاچې وايل په رڼاورځ به درځم
داسې خووي د مېړانو خبرې
چې دمېړانې دغېرت ژبه ده
ماسره وکړه په پښتو خبرې
که چېرې غواړې جوهري ديارشي
نو ورته کړه دپښتنوخبرې