تــــکـــه تـــــوره شـپــــه ده په څـــه ورکــــه پسې ووتــم
شــــاه تـــه پـــــــه رڼـــــــــا د اور بــلکــــه پسې ووتـــــــم
ټـــــولو کليوالو مــــې دا بژه ګريوان لــــوستلى دى!
ستا کوڅــــه کـــې پريوته کونجکه پســـې ووتـــــــم!
دا خـــــو لوى وبال دى چې د زنــي نــــه دې ونـــيسـم
بــــــويه د پښتو لـــــه هـــــر مدرکــــــه پســـې ووتـــــــم
مـــــالکـــــــه موچۍ شپه مې په ګل کې تېره کــړي ده
ورځ شولــه رڼــــا شــــوه په ټمبـــکـــه پســــې ووتــــــم
ډېرو مې په مټ لاسونه کيښودل چې مـــــه درومـــــه
زه هــــم ليــــونــــى يــــــم لـــه اټــــکــــه پســې ووتــــــــم
چېرته دچنار په کـومه څـــانګه به خـــــوب وړي وي
بــــازيمـــه د مـــينــــې پـــه چـــــوغکـــــه پسې ووتــــم
اوس بــــــــه د ســــــــــندرو د الـــــــــــهام مالکـه راولم
خيال د نورانييمه پـــــــــــه کلکــه پســـې ووتــــــــــــم
۱۳۷۷/۲/۱۴خوست