Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-12-02  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

ستاسو په دې کـلي کي ملنـــګ به شم چې ته نــه ېي

ژوند به راته اورشي بيخي تنګ به شم چـې تـه نه ېي

څوک به مي په شونډوزمزمه کړي د ښـــکـلا په نوم

و ګــــــــرانې! وچاتــه تور لونـګ به شم چې تـه نه ېــي

نور به مي له مــخه ولاړ شي بيرته به زهـــــير شـمه

تور به شم له غـــمه او بد رنګ به شم چې ته نه ېـي

ستــــــړى مسافر به مي په غېـــږه کي څوک ونيسي

زما ځواني به خاوري شي اوزنګ به شم چې ته نه ېي

دا دبشر مل وجدان په ژوند کله منلاى شــــــــــــي

ووايه وچاته ورپه څنـــــــــــګ به شم چې ته نه ېي

 

بشرمل ناصر ږوب پښتونخوا

بشرمل ناصر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005