زړه يې پړک چوي په تياره کې ، راولاړه
د کېږدۍ په پېڅوله کې راولاړه
پېغلتوب به يې ټپي شي سپينې تلې
د پرهر په بلۍ زړه کې راولاړه
هر نظر ته مې دېوال شې ، تويه مه شې
مورې اوښکه يې لېمه کې راولاړه
شاعري چې له زړه باسمه سيوا شي
د غنم لشه تالو کې راولاړه
د'' لمر'' لاس کې ايينه ، ديار دسمال ده
لمر له غرونو لاړ لا، وره کې راولاړه
لمر نيازی / خوست