Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-12-03  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

ماته خپل کور ډهلی دی

خلک ډهلی صفت کړی ماته خپل کور ډهلی دی

پرادی وطن نه  ما ته  هغه خپل  ګور  ډهلی  دی

زموږ  د فخر  مشر  پرې  پاچاهی  کړی  ده

خو دغه خوست مې چې دی دغه سمسور ډهلی دی

ځوانان لری  تر  اوسه  د ببرک خان  په  شا ندې

تاریخ ګویان دی خلکه  دا  یو باتور  ډهلی  دی

خوستوالو ښکلی مقام ګټلی  هر ځای  کې دی

اغیار  یی  ښه  پېژنی  نه  د  پېغور  ډهلی  دی

خاکساره مه وېرږه  یرغل پرې ځوګ نه شی کړی

ځکه  دښمن  په  وینو  لړلی  سور  ډهلی   دی

اوکرین  ادېسه    

                       ۱۵ /۱۰ /۲۰۰۷

رحیم الله «خاکسار تڼی»   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005