Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-12-06  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

دزړه اۀينه

دزړه اۀينه

که په زړه کې اوسيدونه دي جانانه

تش سجدې دقبليدونه دي جانانه

که ئې تنده دزړګي شوله پې ماته

داپيالې دتشېدونه دې جانانه

چه نسيب ئې وؤدسروشنډوجامونه

هغه شپې دهېرېدونه دي جانانه

دکړنګ منزلې تی شي په رڼاکې

دغه لارې دتيارونه دي جانانه

چه څپې دسمندرورته نڅاه کړي

دابېړۍ دغرقيدونه دي جانانه

کوم په لومه کې ګيرشوي ددامګيره

دامرغان دالوتونه دي جانانه

،اصلزی،به څه فريادکړم دنسيبه

که تقدير دبدليدونه وي جانانه

٢٠٠٧،١١،٢٩

Saber Aselzai   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005