په خوب كې مې ليدلې چې په اور كې تاويدې
لمبې دې د تنكي بدن په نور كې تا ويدې
په سترګو مې راپريوتې اوه پردې د هجر
خو بيا مې هم د سترګو په شعور كې تاويدې
د تورې په شان سپينه وې رڼه وې لكه اوښكه
سره له دې چې ټول عمر تنور كې تاويدې
پرون مې وه د زړه ديوال ته ډډه لګولي
دا ته به يې په هر يوه انځور كې تاويدې