دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
لرګي مې ډير اخستي
لاندي مي هم كړی دی
ځان او اولاد ته مې وړينې جامې ډيرې كړې
بخارۍ تل ګرمه وي
كه ژوند و سږ ژمی به ګر م تير شي
سږكال به يخ په مخه هم رانه شي
خو څه فايده چې د كور خواته مې يو بل انسان
له يخه ريږدي .....
په دي شعر كي له ورايه معلوميږي چي سحر صاحب څومره د خپلو خلګو په غم كي ډوب دی او تل د نورو په فكر کې دی .دی هسې په شعر کې نه وایي بلکې په عملي ژوند کې هم همداسې دی .
لكه څنګه چي رحمان بابا او خوشحال خان خټك داسې شعرونه ليكلي دي چي هيڅ لوستونكی نه پوهيږي چې رحمان بابا په چا مين و د هر څيز په مينه كې دومره ډوب و چې فكر كيږي رحمان با با په همد غه شي مين دي ما ته د سحر صاحب شعرونو كي هم داسي يو څه ښكاري هغي هر يو څيز ته دومر ه ښكلي رنګ او انځور وركړی دی چې ګويا هم هغه شعر كې انسان خپله هغه حالت ګوري .لكه په لاندي بیلګو كې:
ستا د ښكلا دخپلولو هيله هم نه لرم
د خپلو سترګو د ساتلو هيله هم نه لرم
كه بې مقصده هر څوك زړه راوړي نو زړه وركوم
داسې هم نه ده صرف د ښكلو هيله هم نه لرم
یا:
مامي له زړه سره د سترګو اختيار تاته دركړ
بيامي د چا په لوري ونه كتل
شونډو مي ستا د نامه ذكر كاوو
ما وي دي ښار كي بس يوازي ته يي
د چا مي نه اوريدل
د اوريدو حس مي تا وړي و
ما د ارمان ګلونه
ټول ستا په لارو شيندل
تا مي د زوه پر سر چاړه تيره كړه
مايي پروا ونه كړه
ځكه هغه مي او ستا ګنلو
ارمان مي تاته قرباني كړ داسي...
یا:
په زړه كې مې اوس ناست يې،جنګ له تا سره مشكل دى
دا زړه به مې هم ستا وي ،دا ځيګر به وي ستا لاس كې
يو وخت دومره مغرور شي دپاچا سلام وانخلي
خو كله شي وړوكى بس سحر به وي ستا لاس كې
په دي پورتنيو بیلګو كې دیوې بې الایشه مینې څرک لیدلای شو د سحر صاحب په ټولو شعرونو كي مينه ،ښكلا ،حقيقت ، پروت دي اود شعر په خوږه ژبه يي بیان کړي دي .
(لاهم څارمه ستا لارې) دشعري ټولګي ټول شعرونه په زړه پوري دي په ځانګړي توګه ازاد شعرونه يي ډير خوندور دي..لله تعالي دي ورته لوي عمر وركړي زه خپلي خبرې د رحمان بابا په دي شعر رانغاړم
هغه زړه به له طوفانه په امان وي
چي كښتۍ غوندې د خلګو بابردار شي
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...