غزل

٧٨ / ١ / ٦٢١ - لیکوال ( ‌طایرځلاند )


ورښکاره یې چې څهره کړله میراته
اینه دوخت په لاس کې شوله ماته
نیست خو نه یې ، هو په هست کې دې ګمان دی
ځان راوپیژنه څه یې کایناته ؟
دهجران دتجربې له پاره ګرانه
یو څه وخت زړه صبروو له ملاقاته
دهرچا سترګو کې زخم ټوکیدلی
پرهرونه دزړه وښایمه چاته
یو ګلاب داضطراب له زړه چاودونه
چې خوشبو شوه ، ځان یې وسپاره هواته




فرهنګي خبر

٢٦ / ٥ / ١٣٨٩ د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول - لیکوال ( محمد حامد حيدرزى )


احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.

په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...

benawa