دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
توره اوسپنه په ډير کوټو پولاد شي
هرګذار چي دسوټک پرې دحدادشي
چي په مينه کي شرط کيښوده شيريني
سرچي غره سره وهي کوهکن فرهادشي
جور ، جفا ، ظلم و ستم دامراؤ
تاج وتخت ئې درعيت پلاس برباد شي
دپردو دفوځ طاقت او زغم وي کله
په هرګوټ ګوټ کي پيدا ورته جاندادشي
مات وګوډ،شل وړانده شي همه واړه
غرو، رغو کي ترينه پاته مړه اجسادشي
هغه قوم چي دخپل سر سره کړي لوبي
دتاريخ په پاڼو پاته ئي تل ياد شي
چي ځوځات د برايډن مات شي شيرپورکي
دنوميرپريشان خاطر به هله ښاد شي
٢٦جولای ٢٠١٠
متحده ايالات،کليفورنيا
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...