دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
( دا ته څه شولې جانانه ما له ځانه سره يوسه
چېرته مه ځه بې له ما نه ما له ځانه سره يوسه )
څاڅکي څاڅکي شه بارانه ما له ځانه سره يوسه
چېرته لرې له جها نه ما له ځانه سره يوسه
يوه لويه هدېره مې په ګوګل کې کړه راجوړه
چېر ته لرې له ارمانه ما له ځانه سره يوسه
نن بېړۍ د ارمانونو توپانونو سره مخ ده
د موجونو له دنيا نه ما له ځانه سره يوسه
بيا مې زړه کې په څپو ده د جانان د سترګو مينه
د جانان د فکر ټاله ما له ځانه سره يوسه
په تيارو کې مزل ګران دی دا رڼا درسره واخله
( چېرته مه ځه بې له ما نه ما له ځانه سره يوسه)
د ښاغلي اټک د يوې غزلې پر ځمکه
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...