دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
ولې غوړه وې راباندې اوس دخپل دیدارلمن
ډکه مې له ترخو چې شوه یاره دمزارلمن
ناست یمه دوخت په څلورلاري کې په تمه دې
هري یوې شیبې ته مې نیولي انتظارلمن
شوربه دې مړژواندې زندګي کړي په نغمودژوند
ونیسه جانانه زما داوښکودابشار لمن
اوري به تر عمره ازانګې داناالحق زما
سا مې که تربته ستمګره کړي ددارلمن
راکړه پرې دحسن سوداګر ه یو مسکی نظر
ډکه مې راوړي ده له اوښکو درخسار لمن
کوم یو وټومبم دخیال اوربل کې ټول ګلونه دي
تشه دې (حسنه ) ده په شعرکې دبهارلمن
***
مونږه هروخت یو ه داسي جنګ ته دانګو
چې قرباني يې وي زمونږ په برخه
که کومه خوا پکې برلاسي هم شي
خوناکامي يې وي زمونږ په برخه
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...