خړ منګی

٧٨ / ١ / ٦٢١ - لیکوال ( نعیمه (غنی) )

ددی زړی کلا په هغه کونج کی
تر خاوری لاندی می منګی ولیدو
له خاورو ډک وه خو مات شوی نه وه
پکی د سرو می یو بنګړی ولیدو
دکوم کلال د لاس هنر به وه دا
چی دومره کلک او پخوانی ښکا ریدا
د چا د پټی مینی راز به ؤ دا
چی یی په مینځ کی دا بنګړی ښکاریدا
منګیه څومره چینی تا لیدلی
د څومره تیری زمانی به یی ته
بنګړیه ته د کومی مور مینه یی
که راز د کومی یا رانی به یی ته
دکومی پیغلی په مړوند کی به وی
زیړه بنګړیه راته حال ووایه
د کوم مین تنده په تا ماتیده
سپیره منګیه را ته حال ووایه




فرهنګي خبر

٢٦ / ٥ / ١٣٨٩ د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول - لیکوال ( محمد حامد حيدرزى )


احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.

په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...

benawa