دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
خوله مو د غوښتــــــــلو هنر نه لري
ځــکه خو دعــــــا وي اثـــــــر نه لـــري
شپه په شپه کي زېږي دا څه پېښه ده
تور ازل مو وړانګي د لمر نه لري
نن خو د ا بېړۍ ځکه ډوبیږي چي
پا ته تـرې ساحــــل سو لنګر نه لري
څکه د خــوښۍ دلتــــــه حرامــــه ده
خدایه! دا روژه دي اختر نه لري؟
موږ غوټو د مرګ په لاس کي ورکړلو
کمه دﺉ رحـــمانه ؟ ګوهر نه لـــري
ربـــه (ج) د خلاصون لاره راوښيــه
خوار ناصر د پوهي بصــر نه لــري
۲۷/جولای/۲۰۱۰
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...