دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
اوښکې چې څاڅي نو له ننګه څاڅي
نه چې رقیب سره له جنګه څاڅي
داوچی سترګې دې اوس ټیټي ګرځي
غاړه که غوڅه شي هم دنګه څاڅي
دنګې شملې دلوپټو برکت دئ
هسکی په پت دچا له څنګه څاڅي
میندې خواري کوي چی لوی کړي بچي
بچي بی لاری شي بی رنګه څاڅي
دسیند دکاڼو په څیر زړونه کلک شول
زمونږسرونه بی غورځنګه څاڅي
تورتم کوټو کی دتورتم شاګردان
په تورو شپو کی بی د رنګه څاڅي
سپیدې چاودلي خو توپان راغلئ
دخدمتګار کاروان بی زنګه څاڅي
مزدورزوی
ناروی
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...