زه پښتون یم

٧٨ / ١ / ٦٢١ - لیکوال ( عبدالقهار کټوازی )

 

زه پښتون یم بښتنو سره به ګرځم
د دی وشخت له شمله وره میړنو سره به ګرځم

څوچی وس او توان می وی پښتو به پالم
دغلیم په مقابل کی شازلمو سره به ګرځم

زه مین په ازادی یم غلامی منلی نه شم
دمیرویس نیکه لمسی یم کارنامو سره به ګرځم

ماته مورچی پښتنی شیدی راکړی
هر افغان ته احترام کړم د جرګو سره به ګرځم

دملالی د میوند ناری می یاد دی
بنډل بنډل کتاب او تاریخو سره به ګرځم

د وطن مینه میراث کی راته پاته
هر افغان راته خپل ورور ده دخپل ورور سره به ګرځم

په زانګو د دی وطن کی یم لوی شوی
هرظالم د سترګو خاریم افسانو سره به ګرځم

زه ؛قهار؛ هم د دی قوم له جملی یم
څوچی روح می وی په تن کی د جذبو سره به ګرځم

هندوستان کټک ښار
۲۲/۰۷/۲۰۱۰




فرهنګي خبر

٢٦ / ٥ / ١٣٨٩ د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول - لیکوال ( محمد حامد حيدرزى )


احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.

په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...

benawa