زموږ مرام او تګلاره
پښتو ادبيات د نازکخيالۍ او سپېڅلي صميميت يوه زرينه کښتۍ ده، چې لاروي يې
هم په همدې ځانګړنو ښايسته دي. په دغو ادبياتو کې ګڼ ژانرونه شته چې له
وړاندې يې د دې ژبې په بڼ کې پاڼې غوړولې وې.
د دې لپاره چې د ځوانو استعدادونو په روزنه او پالنه کې مو د انټرنټ پر
پاڼه هم ونډه اخيستې وي، د اوسنۍ پاڼې د جوړولو تابيا مو وکړه، چې زموږ
شاعران وکړاى شي، په نړيواله کچه خپل شعرونه مينه والو ته وړاندې او په دې
برخه کې د هغوى نظرونه واخلي.
موږ په دې هيله يو چې ځينې ملګري د کره کتنې په برخه کې هم په پاڼه کې ونډه
واخلي، چې د يوشمېر ځوانو شاعرانو شعرونه تر کره کتنې لاندې ونيسي او هغوى
ته مناسبه لارښوونه وکړي.
په دې هيله چې دا پاڼه وکړاى شي د ځوانو شاعرانو د وړتياوو او استعدادونو
په روزنه کې رغنده ونډه واخلي دلاندي تګلاري په لرلو سره
یې د انټرنیت په نړوال جال کي د لومړني پښتو ادبي بانډار په شکل پرلیکه کوو: .
۱ : ـ داپاڼه په ټولیزه توګه خپلواکه او ناپیېلې
ده ،
او همداسي به خپل یون په
بې پرې ډول مخ پر وړاندي بیایي.
۲ : ـ پاڼه به پرته د غړیتوبه د
هرچاپر مخ پرانستې وي، خو دهر شعر او لیکني حق او مسؤلیت د هغه په لیکوال
پوري اړه لري .
۳ : ـ په پاڼه کي هیڅ ډول سیاسي ، مذهبي ،
ژبني او سمتي تربګنیو او اغراضوته ځای نسته .
۴ : ـ پاڼه
ملي،اسلامي او افغاني بريد-پولو ته درنښت لري او د تېري کونکي په وړاندي ئې مبارزه کوي .
۵ : ـ پاڼه به یواځي په ادبي محور کښي کار کوي
خو خبرتیاو، اعلانونو
او پیغامونو نشي خپرولای .
۶ : ـ پاڼه به د ځوانو ليکوالو هڅونې
او روزنې ته ځانګړى ارزښت ورکوي او په دې برخه کې به نه ستړي کېدونکې
هلې ځلې کوي .
۷ : ـ په پاڼه کي د غړیتوب حق ورکول او اخستل یواځي د
پاڼي د مسؤل چلوونکي په پریکړه پوري اړه لري .