تا نه ليدم

٧٨ / ١ / ٦٢١ - لیکوال ( باركوال مياخېل/ كوټه )


 [د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعر پر مځكه]
 زه دي پر بڼو پروت لكه خلى وم تا نه ليدم
 ستا مخ ته ولاړ زه لكه څلى وم تا نه ليدم
 ما د سترګو لپې اخير تاته اشنا ونيوې
 زه لكه يتيم هر چا رټلى وم تا نه ليدم
 ما د خپل زړګوټي څراغونه ټول وژلي وو
 زه له ځانه تاته در ليښلى وم تا نه ليدم
 ما له دې ګلباغه سترګې كله اړولاى سوې
 زه دي پر څېره را ټوكېدلى وم تا نه ليدم
 ما چي ستا په ذكر كې جانانه! خوب شړلى و
 ستوريو او سپوږمۍ ټولو ليدلى وم تا نه ليدم
 ما دي د ښكلا و نندارې ته خوله ګنډلې وه
 زه د انتظار په ستن پېيلى وم تا نه ليدم
 ماته دي سوغات د خندا ځكه را پېرزو نه كړ
 زه ستا په محفل كې نابللى وم تا نه ليدم
 ستا د خوږې مينې په هوس مي تېراوه ژوندون
 زه د خپلو هيلو يو درست كلى وم تا نه ليدم
 ته لكه د ګل خوږبويي خپور وې ما ليداى نه سوې
 زه لكه سپېرې خاورې شيندلى وم تا نه ليدم
 تا د بڼو غشي زما پر لور را خوشي كړي وو
 زه دي د مرغه په څېر ويشتلى وم تا نه ليدم
 ته بې غمه ناست د خپل غرور سپينه ماڼۍ كې وې!!
 زه افغانستان وم نړېدلى وم تا نه ليدم 
 خود به باركواله! جهاني كوي ګيله له ما
 زه له \"وركې مېنې\" نه درغلى وم تا نه ليدم
 13 سپتمبر 2006م كال / كوټه
 

فرهنګي خبر

د نورو تبصرې
ستاسې تبصره
نوم
متن



فرهنګي خبر

١ / ٥ / ١٣٨٩ وروستی فصل کتاب چاپ شو - لیکوال ( مجیب احساس )


    دلنډوکیسو لومړۍ ټولګه وروستی فصل په ننګرهارکې دګودرخپرندویې ټولنې له خوا په سلومخونوکې په ښکلې  بڼه دزروټوکوپه تیراژ چاپ شوه په دغه کتاب کې دلیکوال شل هغه کیسې راټولې شوې چې لیکوال له ۱۳۸۰کال نه راپه دیخوالیکلي دي اوله دې نه وړان ...

benawa