علامه عبدالشکوررشاد بابا

Tola Katoonki   نوري ويب پاڼي

محمد صديق پسرلی
داستانونه
افغان ادبي بهير
امان الله سيلاب ساپی

ليکوال : پروفيسور عبدالخالق رشيد (پي اچ ډي )
په خواشينۍ سره بايد يادونه وكړم دغه ليكنه چې زما دهغو يادښتو يوه برخه ده چې ما داستاد داندوژوند په برخه كې راټول كړي دي.ما په تورنتو كې دافغان رسالې دغونډې له پاره كښلې وه، غوښتل مې په نوموړې غونډه كې ګډون وكړم ، خونصيب نه و!
داده دغه ليكنه په داسې حال كې خپروم چې نورعلامه رشاد له موږ سره نشته اوموږ دده په ويرمن يو.

رشاد پوهنه
په اوسنۍ علمي نړۍ كې يوه نوې او تلپاتې هڅه

وايي چې اپلاتون به ويل : ( زه مې له خدايه مننه كوم چې زه يي د سقراط په زمانه كې هست كړى يم ) . كه زه او ماغوندې يو شمېر هم ووايو چې موږ نيكمرغه يو چې په داسې زمانه كې راهست شو چې په هغې كې داسې كسان لكه رشاد او حبيبي زموږ لارښود شول دا به ډيره بې ځايه خبره نه وي. پوهاند رشاد اوس په داسې كسانو كې را نه راځي چې په هغه باندې بايد ديو قام ، ديوې ژبې ، ديوه ملت ، اويوه هيواد سراوچت وي دغه نوميالى انسان دخپل كمال له امله دعلم په اوچت آسمان كې اوس دستورو او لمرونو په حساب كې راځي، په دې مانا چې دانساني پوهې اوسنۍ

منزل ګاه په همدغه( دستورو) پوله باندې ولاړه ده. دبشري پوهې كاروان اوس دستورو په لور روان دى اوټوله هڅه په دې پسې ده چې په دغه راز باندې بايد ځانونه پوه او په دغه تګلوري كې يوه نوې خبره داسې چې دانسان، هغه هم دااوسنى لار وركى انسان له پاره مهمه وي په نښه كړي. دستورو په لوردهڅې يوه بله مانا دا هم ده چې كه اوسنۍ زور واكۍ په همدغه اوسني زورزياتې سره په انسانان باندې په بيلابيلو بڼو همداسې برلاسې وې ،نوداروښانه ده چې د انسان داصلې ټاټوبي برخليك خو ديوه تورتم په منګولو كې لويدونكې دى ، په دغه حال كې پرته له دې چې ستوري دنوح بيړۍ شې په بل څه ژغورنه هم نه كيدونكې ده. همداده چې پوهه دخپل پايښت له پاره نن سبا دستورو په لوردخپل كاروان لاره وروباسي.او په باوري ده چې له ستوروسره امن دى، له ستوروسره مينه او په هغو پسې خوځيدنه او هڅه په خپل وار

هغه انساني وړتياده چې انسان دامن او خوښئ په لور لارښوونه كوي.
د همدغه ټكي اوهمدغه انساني پاملرنې په پام كې نيولو سره اوس داپوښتنه هم طرح كيداى چې آيا ستورپيژندنه ګرانه ده كه آسانه ؟ كله چې موږله هرچا داشان پوښتنې كوو دايوه خبره مو بايد په پام كې وي اوهغه داچې دداسې چا له پاره چې په معاصره پوهه او اوسنيو وسايلو باندې برلاسى ونه لري دا خبره په خپل ذات كې يوه نادره او په ځينو وختو كې ناشونې هڅه ده، خو داكار يواز ې په هغه حالت كې په سمه توګه ترسره كيداى شې چې دپوهې لارې چارې په ګوته او ددغه كارله پاره برابرې شي . له بله پلوه داهم اړينه ده چې په يوه ملت كې بايد دومره زور پيداشي چې په دغه لاره كې ګام اوچت كړاي شي په دغه حال كې بيا يوملت او يوه ټولنه ترډيره حده كولاې شي چې هم ستوري وپيژني ، هم خپل وياړونه او هم كولاى شي چي دهرچا په وړاندې پرې ووياړي.

رشاد پوهنه هم زموږ په وړاندې همداسې يووياړدى او يو وياړبه وي. كه څه هم رشادپوهنه او دا نومونه چې نن يې تاسې دلته اورئ اوس دخپلې ودې په ترڅ كې د ذهنيت ګوزارونه خوري ، په دي مانا چې ددغه اصل په علمي ارزښت دعلمي كره كتنې په رڼاكې ډيرخلك يانه پوهيږي او ياداچې ځان ته دا قناعت نه شي وركولاى چې ويې مني . همداده چې له يوې خوا وخت ته اړتياده او له بلي خوا په علمي لحاظ دې ته اړتيا ده چې د ذهنيت ځاى بايد يونګه عينيت ونيسي.دهرايجاد ې( creative ) فكراو نظر(Idea)په وړاندې دغه دوه پړاوونه په اړينه توګه طرح كيږي چې ديوه اوږده بهيرپه پاى كې دخپل ثمر(منښت ) پړاوته رسېږي.

زه په دې باوري يم او دا يوه دنيكمرغۍ خبره ده چې رشاد پوهنه
(Rashad studies)اوس په خپله ددغه اوچت انسان او پوه په ژوند دعينيت پړاو ته ورسيده. ددې خبرې مانا دانه ده چې موږ داخبره په وچ جبر اوداحساساتو په زورسره ددې له پاره كوو چې ګواكي په يوچا يې بايد ومنو ، نه دا دعلم كار دئ ،زموږ او ديوزيات شميرنورو داشان طرحې اودرشادپوهنې راڅرګندول په هغه كاراوتلاش پورې اړه لري چې دانساني ژوند دبيلابيلو اړخوپه اړه استاد رشاد ترسره كړي دي . رشاد پوهنه په يوه وړه دايره باندې نه راڅرخي بلكې دادعلومو داسې يوه سپيرونې ده چې لارويان (انسانان ) په روښانه سباوون ورمخامخ كوي. كه چېرې موږ رشادپوهنه ديوې شاندارې اودنګې ماڼۍ په توګه فرض كړو نو دابه هم ورسره تړلې وي چې ددغې دنګې اواوچتې ماڼۍ ستنې به دپښتو، فارسې ، هندي ، اردو ، عربي ، روسي او سانسكريت ژبې اوتمدنونه وي. هغه ژبې او تمدنونو چې دخپلو علمي سټو له امله په خپل ذات كې ديوه ځلاند انساني هڅوب سره هم تړاولري. ديوچا ، ديوې ټولنې ديوه اړوند انسان په وړاندې دا ډيره ساده خبره نه ده، چې دخپل ژوند په ترڅ كې د مقبوليت داسې پړاوته ورسيږي چې په هغه باندې داووژبو،اووتمدنواو اووو ولسونو سترګورانسانان په دې وياړي چې دغه انسان چې له دوى سره په يوه سيمه ، يوه هيواد او يوه كلي كوركې نه او سيږي او نه اوسيدلى، خو اندوژوند يې له دوى سره شريك شوى دى.

زه دم ګړۍ په دې باره كې دومره خبرې كولاى شم چې رشاد پوهنه نن سبا په علمي نړۍ كې دحقايقودڅيړنې له پاره يوه نوې موضوع اويونوى علمي تګلاره ده ، په دې مانا چې په دغه علم كې ان له ساده سياست پوهنې رانيولې بياتراوسنى ستورپوهنې پوري حقايق او فكتونه په ګوته شوي دي. هغه چې په پورتنيوژبو، ټولنواو خلكو پورې اړه لري.همداده چې ددې ګردو ارزښتونو په پام كې نيولو سره سړى دا په پوره باورسره ويلاشي چې: رشاد پوهنه دخپل ماهيت له مخې دژوند يوه جالبه كيسه او د ټولنيز ژونددمعنوي څرګندتيا يو مثبت انعكاس دى .دانساني ژوند عيني او سمبوليكه تجربه ده چې دځانګړو كلتورونواو فرهنګونودپاملرنې وړ ارزښتونه په ګوته كوي او دهغو ستاينواله او پاسواله ده، ځكه چې په هغې كې دانساني تجربو او همداراز دعقيدتي وياړونواويادونو څرګندونه په خپل اوچت معنوي ارزښت او وړتياسره شوې ده . رشادپوهنه دانسان او طبعيت دتوضيح او تشريح داسې فلسفه ده چې په معاصره نړۍ كې ديوزيات شميرپوښتنو له پاره خپل (ځانګړي) ځوابونه لري . داسې يوه پانګه ده چې په هغې كې كولاى شئ دلويديزوالو په ژبه داسې مادلونه او بيلګې ومومئ چې دانسانيت خورا مهم او دپاملرنې وړخويونواو كردارونه له هغو سره د ژوند او تاريخ په رڼاكې په خپلو مادي او معنوي اړتياوو سره ملتياكوي.

درشادپوهنې په ترڅ دزياترو ټولنو ژوند ، فوكلور، ادبيات او دهنر بيلابيل ډولونه هغه څه چې دانسانانو په بيلابيلو پښتونواو نسلونو پوره اړوند دي څيړل شوي دي . رشادپوهنه نه يوازې داچې يوتيوريكي وياړ او لړۍ ده بلكي داد عملي ژوند يو داسې روزنځى او پوهنځى ( School) هم دي چې په سلګونو كسانودلته زده كړې او په هغې كې يې خورا زيات ارزښتونه دانسان د روزنې ، ويښتيا او پالنې په خاطر زده كړي او زده كوي يې . هو، دغه ګرد ارزښتونه(values) دي چې په رشاد پوهنه كې ځان برجسته او دپاملرنې وړ كوي، زما يوه هيله او غوښتنه له پخوا څخه تراوسه داوه او ده چې درشاد او رشاد پوهنې پيژندنه او مطالعه دارادت او درناوي په محدوده كې د ولسونو له پاره پريښودل شي، پوهان او عالمان بايد په دغه ډګر كې ديوې نوې علمي او اكاډيميكې نړيوالې طرحې او څيړنې په فكركې شي ، په دې خاطرچې داشان يوه لويه اودپاملرنې وړ زيرمه په اوسنۍ زمانه كې چې ديوه پرله پسې كار او هڅوپه په او ږدې مودې كې دې ترسره شي په خپله يوه نادره خبره ده ، رشاد ښايې په دغه زما نه كې له هغو كسانو څخه وي چې دعصري وسايلو لكه تايپ او كامپيوتر له كارولو پرته يې دومره كاروكړ چې اوس ېې ديوې وړې زماني مودې په اوږدو كې ان چې كامپيوتر(computer) هم راټولوته ګوته په غاښ دى. دلومړي ځل له پاره چې دكابل پوهنتون فرهنګي شورا(په هغه مهال چې زه يې مسوول وم ) او دخوشال فرهنګي ټولنې داستاد رشاد اووياكلني په شانداره توګه دكابل پوهنتون دعلمي شورا په تالاركې ونمانځله، ما هغې غونډې ته داستاد رشاد داويا ټوكه كتابونو پيژندګلوي وړاندې كړه، كله چې داستاد دآثارو دغه پيژندګلوي ماكښله ده په خپله علمي لورينه او مهربانۍ دا خبره راته وكړه : (( داچې دغه كارته دملاوتړله او ارام مې نه پرپژدې زه بايد خپل ټول آثار ستاپه مخ كې كيږدم ، ته بايد هغه وګورې او بيا بايد دهغو په باره كې څه وليكې ))

ماڅوورځې داكاروكړاوداستاد هغه لنډه بيوګرافي مي په هغو حالا توكې چې لكه دنن په شان دآزادۍ او مقاومت د اوج كلونه او شپې ورځې وو وليكله. هلته ماته څرګنده شوه چې رشادپوهنه او رشادپيژندنه يعني څه؟

درشادپوهنې يوه تلپاتې سرچينه او يوه تلپاتې سپارښتنه هند او هند پيژندنه ده ،
دري افغاني مفكرين او نابغه ګان داسې رامنځ ته شول چې ددوى آثاراوافكار دهند پوهنې (Indo-logy) په پيژندنه كې خورا مهم او دپاملرنې وړ دي ،دغه درى كسان البيروني،خوشال خټك او استاد رشاد دي ، دلته ترټولو مهمه موضوع دا ده چې نوموړو مفكرينو په دغه باب په اټكلې تو ګه فكرنه دئ كړى ، دوى په دغه علمي رمز وراز كې په شعوري توګه يوداسې هدف په نښه كړى چې هغه دانساني ژوند له اساس او بنسټ سره په هراړخيزه توګه نه شليدونكې اړيكې لري ،په هند پوهنه كې زموږ او دزياترو آسيايې خلكو دژوند يواوږ ده لړۍ دانساني تاريخ په بيلابيلو پړاووكې خوندي ده، زموږ داندوژوند اوزموږ دژوند او تجربو، زموږ دباورونودكاروان برخليك په دغه پوهه پورې اړه لري ،او ياپه بله او وروستۍ وينا هند زموږ دمورنۍ خاورې دوياړونو او تلپا تې كارنامواو علمي تجربو يوه تلپاتې سيمه ده. په دغه سيمه كې دآرياني او افغاني تمدن وياړونه تراوسه پورې ژوندي پاتې دي او تراوسه پورې په هغو باندې ددغې هيواد ژوند روان دى ، دتاريخ په اوږدوكې چې زموږ پلرونو اونيكونه كوم علمي ميراثونه راايجاداو سمبال كړي، هغه له هنده پرته په بل ايواد او بله سيمه كې نه پاتې دي او نه هم موندل كيږي ، زموږ دژبو ، زموږ دباورونو او زموږ دتمدن او اوچت ژوند يادونه او خاطرې تراوسه پورې په همدغه پوهه (هند پوهنه ) كې خوندي پاتې دي ، كله چې سړى اوس هم دسمسوراو آباد هندستان په اوږدو او لنډو كې وګرزي داسې لكه چې البيروني ګرزيدلى ، داسې لكه چې سترخوشال ګرزيدلى او داسې لكه چې پوهاند رشاد ګرزيدلې ، هغه په دې پوهيداى شي چې انسان يعني څه؟ انسانيت يعني څه؟ اوپه پاى كې زه، زما فرهنګ ، تاريخ اوزما نورې ماسې او حماسې يعني څه ؟

كله چې يوڅوك دځان او خيل برخليك په باب دغه شان پوښتنوته په آسانۍ سره ځواب موندلاى شې په دې كې شك نشته چې هغه په رمزاو راز پوه انسان به له هنداو دغې ګردې سيمې سره په كلكه ليوالتيا او مينه كې ژوند ونه كړي ، همداده چې نوموړو نومياليو په دغه باره كې زموږ دتاريخ په دريو بيلا بيلو پړاوونو كې دومره ژورفكركړى چې سارى يي په علمي نړۍ كې نه ترسترګوكيږي، ددوى دآثارو له مخې هند پوهنه زموږ دتيرژوند ، دهغه ژوند چې له موږ يې پته وركه وه او لاوركه ده داسې هنداره ده چې كه لږ په ځيرسره په كې وګورو نوبياكولاى شو په هغه كې دخپلوتيرو ډيره ښه ننداره وكړو او رشادپوهنه په دغه برخه كې زموږ ډيره ښه او په علمي توګه لارښونه كولاى شي.

ددې له پاره چې لږ ترلږه مودرشاد پوهنې په باب يوڅه معلومات ترلاسه كړي وي، دهغې څيړنې سريزه دلته رااخلم كومه چې كه خداى كول زه به يې د ( رشادپوهنې ) ترسرليك لاندې وروسته بشپړه كړم. دلته په لنډه توګه هڅه شوې چې دعلامه رشاد له ژوند او آثاروسره چې تراوسه زياتره خلك او آن څيړنكي لاترې خبرنه دي آشناشئ.

استاد رشاد،
ژوند، آثار او افكار

دمجنون ژوندون به څه وي چې ليلا مري ------- څه په كاردى تش كالبد چې زړه دچامري
زړه ډيوه ده دادخټو په قالب كې -----------خدا ومه كړه چې به دا ډيوه دچامري
چې مرغه لاړ شې قفس دماتيدو دئ----------- كه به زړه مري تش كوګل دلاپخوا مري
هيڅ ممكن نه دى پايښت دهغه پږي  -----------زړه چې مري كالبد مجبور دئ خامخا مري
حريت دهر ملت دبدن زړه دى----------- كه دا نه و هم ملت مري هم بقامري
اوسني ليكوال (۳۷۰ ) مخ

هو، دا زموږ دزمانې ، زموږ دپښتون احساس هغه هيله او نه غلې كيدونكې ډيوه ده چې پرهغې پايي او هغه يې د خوځنده زړه هغه آرامتياده چې په هغې باندې دپښتون غرور باز دخپلواكۍ په لور الوزي ، هغه اخلې ، هغه ساتې او هغې ته تر پنجرو آخوا اوديخوا ترتورتم هغه خوا او دي خوا د درناوي سرټيټوي او پښتو پرپالي.

دا داستاد، دفاضل استاد عبدالشكور رشاد يو شعردي چې دده له وياړ او غروره ډك ژوند ليك پرهغه باندې پيل كوم :
روانه لمريزه پيړۍ له پيل څخه بياترنيمايې پورې دافغانستان په تاريخ كې هغه پيړۍ ده چې بايد په زرينو كرښو وليكل شې ځكه دا هغه موده ده چې په بشپړه توګه په دغه موده كې د پښتنو نوى ژوند ، آرامي او پرمختګ ته يواربيا له پيړيو راپه دې خوا ورپام شواو په دغه لور يې خوځيدنه پيل كړه . كه دغې مودې ته دپښتو داوسنې رنسانس پيل ووايو ښايې چې تيروتي به نه وو.

دهمدغې پيړۍ دپيل په نيكمرغو شپو اوورځو يعني د(۱۳۰۰ ش) كال د لړم دمياشتې په (۲۳ ) نيټه د لرغوني كندهار دافغاني شان وشوكت دتاريخي ښار دبابړو په كوڅه كې زموږ دزمانې فاضل استاد عبدالشكور رشاد وزيږيد ، دپلار نوم يې عبدالغفور او دنيكه نوم يې حاجي محمد اياز او دغورنيكه نوم يې محمدجان خان بابړو . بابړ په پښتنوقومونوكې هغه قام وچې زياتره يې له سوداګرۍ او تجارت سره سروكارو. محمد حيات خان په حيات افغاني كې ليكي چې ((....... ښاخ خانان دډيرواك خاوندان دي ، بابړ دنورو پښتنوقبيلو په نسبت ډيرنيك او ښه چلند لري، دكابل پاچا سدوزي تيمورشاه په وخت كې دبابړو دښاخ سردارته دامين الملك منصب وركړشو))

استاد رشاد دپښتنوهمدغه قام ته منسوب پښتون دى .
په ( ۱۳۰۶ش ) كال كې يې دښوونځي پر خوا ورمخه شوه او تر (۱۳۱۲ش ) كال پورې يې زده كړوته دوام وركړ. له نوموړې مودې راپه دې خوايې په ځانګړي توګه دعلم او پوهې پرلور مخه شوه او دا بريمنه اوتلپاتې لاريې پرې نه ښوده. استاد لومړى ځل په (۱۳۱۴ ش) كال كې دخپلې دندې پيل د ښوونه او روزنه سره وكړه، هغه ښوونكې شو او په ټولګې كې يې دهيواد دبچيانو په وړاندې دپوهې او زده كړې كتاب دايماندارۍ او پښتنولۍ په سپيڅلې غږ سره پرانست. استاد په همدغه كال په كندها ركې ښوونكې شو په همدغه كال چې دهيواد نامتو ليكوال اومفكر استاد الفت هم د انيس په اداره كې مقررشو. استاد رشاد له (۱۳۱۴ ش) كال څخه تر (۱۳۲۵ ) پورې دښوونكې سپيڅلې دنده په كندهار كې ترسره كړه او په دغه موده كې يې په سلګونو زده كوونكي وروزل او ديوه رښتيني ښوونكي نامه نامتواو دغه تلپاتې وياړيې ترلاسه كړ.

په (۱۳۲۵ ) كې چې زموږپه هيواد كې دنويوافكارو د تبليغ او په هيواد كې دځوان تو ك دخوځيدنې او ويښتيا خبره په جدي تو ګه دهيواد دحساسو روښانفكرانو له خوا رامنځ ته شوه ، په پښتني سيموكې داغږ په وياړلې كندهاراو ننګرهاركې خورااوچت و ، دويښ زلميانو دغورځنګ نامتو بنسټوال او موسسين هم په همدغو ښارو كې لاس په كارشول او دويښو افكارو لرونكو زلميانو ته يې سازمان وركړ، په همدغه (۱۳۲۵ ) كال استاد رشاد د همدغو هلو ځلو په شوراو زوږ كې دكندهار دښاروالۍ دانجمن رييس او لږ موده وروسته بيادهمدغې ښاروالۍ دمرستيال په تو ګه وټاكل شو. استاد په (۱۳۳۲ ) كال په هغو شپوورځوكې چې دويښ زلميانو غورځنګ په كابل كې فعال شو دهندوستان په لور ولاړ.

له هيواده دباندې داستاد د اموده تر(۱۳۳۴ ) كال پورې اوږده شوه خو په دغه موده كې ده وكولاى شول چې دزده كړې او څيړنې په برخه كې زياتې برياوې ترلاسه كړي ، دهندوستان په كلتور، په هندوستان كې دافغاني برمواو فرهنګي ميراثوپه باره كي يې په سلګونو پاڼې دخپلواكو آثارو او مقالو په توګه ددغه آسيايې قام دلويۍ په برخه كي تورې كړې . استاد په هندكې ډيرڅه زده او وليدل چې بيايې زموږ او زموږ دولس په وړاندې كيښودل.
استاد دلومړي ځل له پاره په (۱۳۳۵ ) كال كې دپښتوټولنې دغړي په توګه وټاكل شو، پښتو ټولنه دروانې پيړۍ په لومړۍ نيمايې كې دپښتو ژبې او پښتني فرهنګ او ادبياتو په برخه كې دپاملرنې وړ فرهنګي خدمتونه ترسره كړل، چې په دغو ټولو فعاليتونو كې د استاد برخه اخستنه دځانګړې پاملرنې وړوه ځكه يوكال وروسته په (۱۳۳۶ ) كال كې دنوموړې ټولنې دمرستيال په توګه دنده پيل كړه، چې تر (۱۳۴۱ ) كال پورې يې دوام وركړ. په (۱۳۴۱ ) كال كې استاد په ليننګراد ( پتروګراد ) پوهنتون كې دپښتو څوكۍ داستاد په توګه مقرر او هلته ولاړ.

استاد تر ( ۱۳۴۳ ) كال پورې نوموړې دنده سرته ورسوله په دغه موده كې هم استاد دژبو او ادبياتو په برخه كې مطالعې او څيړنوته دوام وركړ، په ( ۱۳۴۳ ) استاد بيرته هيوادته راستون شو، او داځل يې دادبياتو او بشري علوموپه پوهنځي كې په پرله پسې توګه دتدريس چارې ته اوږې وركړې . استاد له (۱۳۴۳) كال څخه تر (۱۳۵۷ ) كال پورې ترهغه وخته چې په جبري توګه تقاعد شوى نه و په سلګونو زده كوونكوته دژبې ، ادبياتو، ادبې فنونواو متونو په برخه كې په بشپړ پښتني احساس سره درسونه وويل او دغه نسل چې همدا اوس دپښتوژبې او ادبياتو په برخه كې قلمونه خوځوې او قدمونه اخلې داټول ددغه فياض استاد دشاګردي وياړ لري . دهغه په تقاعدكيدوسره دكابل پوهنتون دژبواوادبياتو پوهنځي او په ځانګړې توګه پښتو څانګې ته لوىعلمې زيان ورسيد، په دې مانا چې دغې څانګې بيا داسې استاد چې هغه دې ددغې څانګې په بيلابيلو برخوكې لكه ددايرۀ المعارف په شان لارښود وي نه درلود، همداوه چې دده په نشتوالې سره ان ديوشميرمضمونونودتدريس لپاره استاد هم نه و او كه به واو يا به چا درس هم وركاوه په هغه شان او هغه كيفيت سره نه و. دا بايدووايو چې دغه خاليګاه تراوسه پورې په هم هغه شان د ادبي فنونو او يو شمېركلاسيكو متونو په برخه كې نه ده ډكه شوې ، له رشاداو رشتين څخه وروسته موږټولو په دغه څانګه كې ښايسته پګړۍ وتړلې خودغې څانګې ته مو هغه زيب په هغوبرخو كې چې ددوى دكارساحه وه ورنه شوكړاى او داستونزه اوس هغه حد ته رسيدلې چې بايد سړى ورته وژاړي.

استاد په (۱۳۶۱) كال كې يوځل بيا دڅانګې دپرله پسې هلو ځلو پراساس دا ومنله چې بايد په پښتو څانګه كې په لارښونه او تدريس باندې لاس پورې كړي ، په دغه دوره كې زياتو شاګردان دده له فيضه برخمن شول. داموده دبيلابيلو عواملو له كبله ډيره اوږده موده نه وه . خو ددې په څنګ كې بياهم دكابل پوهنتون او علومواكاډيمۍ ديوزيات شمير علمې څيړنو لارښونه دده له خوا په پرله پسې تو ګه ترسره كيده، سره له دې چې استاد دوخت له سياسې نظام سره دملي او تاريخې ګټو او وياړونو په يوه بې سارې ملي او مقاومتي جبهه كې ولاړ و او په څرګنده يې دهيواد دآزادۍ او خپلواكۍ ډګر تود ساتلى وخو له دې سره سره يې له خپلوعلمي او اكاډيميكوكارو او هڅو لاس په سرنه شو او ان چې دناروغۍ په حا ل كې يې له خپلو علمي سخاوتونواولارښونو څوك بې برخې نه كړل . او له ټولو علمي اوفرهنګې موسسو سره په جوړونكې همكارۍ كې پاتې شو. استاد اوس هم دعلوموداكاډيمئ اكاديمسن دى دا بايد ووايم چې يوازې له علم او پوهې پرته دغه علمې وړتيا پراستاد باندې په هغو حالاتو كې دچا لورينه نه وه او نه هم چا لكه يوشميرنوروته په دغه او هغه منظور استاد ته هم ورډالۍ كړه . استاد په ډيرو سختوحالاتوكې دافغانستان دعلومو داكاډيمۍ له غړو سره علمي مرستې وكړې اودزياتو څيړونكواو ليكوال آثار چې دهيواد دژبو، تاريخ اوادبياتو په باره كې وو دده ترلارښونه لاندې بشپړاو خپاره شول.

استاد دراتياكلن شو، دده ترشييتوزيات كلونه دهيواد داوچت فرهنګ په لاره كې لكه مشالونه داسې ځليږي ، وايې چې كه له يوه بنګالي څخه پوښتنه وكړې چې له بنګاله تيريږې اوكه دټاګورله آثارو نودرته حيران به شي. نن سبا كه داستاد دآثارواوليكنوپه باب موږ هم دپوهې او فرهنګ په رمزپوه مينه والو په وړاندې همدغه پوښتنه ږدو نو بې شكه چې موږ هم له همداسې حيرانتيا او وياړه پرته بله لاره نه لرو.په دې چې استاد زموږ له پاره داسې څه وكښل چې زموږ د نسلونو په وړاندې به عمرونه عمرونه لكه مشالونه لارښود اوځليږي اودپوهې دستړو ستړو طالبانو له پاره به په هغو كې دآرامۍ احساس او دستونزو دحل بسياينه كيږي. هو دلته په دغه تلپاتې اوآرام معنوي دمه ځاې (رشادپوهنه ) كې .
زه له ګرانو لوستونكو سره دعلامه رشاد په اړه زياتې خبرې ولرم خو دا چې زه دخپلو خبروله پاره ستاسې په وړاندې يوشميردلايل ولرم ښه به داوي چې دلته له تاسې سره يوځاې درشاد هغه آثار چې ما دده په ځاني كتابتون كې په خپله وليدل او يويومې له خپل نظره تيركړي او بيا مې داګرده لست كړي ستاسې په مخ كې كيږدم .

الف : داستاد چاپي آثار :
په دغه برخه كې داستاد هغه آثار راځې چې دهغو مينه والو ته څرګند دي او له هغوڅخه په بيلابيلووختو كې برخمن شوي هم دي.
ددغو آثارو ديوشميرنومونه داستاد بينوا په اوسني ليكوال او هم دژوندون مجلې په يوه ګڼه باندې لږاو ډيرراغلي دي. ددې له پاره چې يوځل موبيادريادكړي وي دلته يې په پوره توګه نومونه په بشپړه توګه را ليكم :
۱ ـ لودي پښتانه په (۴۲۵ ) مخونوكې د ۱۳۳۶ كال چاپ .
۲ ـ ډيلى دپښتنو په وخت كې ، د ۱۳۳۹ كال چاپ .
۳ـ دليوتولستوى نكلونه (ژباړه ) د ۱۳۴۰ كال چاپ .
۴ـ ديوولسم ټولګي پښتو د ۱۳۴۰ كال چاپ.
۵ـ ددوولسم ټولګي پښتو د ۱۳۴۰ كال چاپ.
۶ـ داميرخسرو دهلوي هندي شاعري د ۱۳۵۲ كال چاپ.
۷ ـ دخيرالبيان لغتونه په ( ۱۲۲ ) مخونوكې د ۱۳۵۳ كال چاپ.
۸ ـ دخيرالبيان په سريزه كې درى مقالې د ۱۳۵۳ كال چاپ.
۹ ـ ددولت الله لواڼي دديوان سريزه د ۱۳۵۳ كال چاپ.
۱۰ ـ دواصل روښاني څوشعرونه سريزه او سمون د ۱۳۵۳ كال چاپ.
۱۱ـ د پاڼې نې اښت ادهياى او په هغه كې پښتو كلمې د ۱۳۵۴ كال چاپ.
۱۲ـ د ګيتانجلي سريزه په ( ۱۰۴ ) مخونو كې د ۱۳۵۴ كال چاپ.
۱۳ ـ دتاج سريزه د د ۱۳۵۴ كال چاپ.
۱۴ ـ دګلډن شتت دفرهنګ سريزه د ۱۳۵۶ كال چاپ.
۱۵ ـ دګلشن روه سريزه په ( ۱۹۲ ) مخونو كې د د ۱۳۵۶ كال چاپ.
۱۶ ـ داحمدشاه بابا د څو اشعارو پښتو شرحې سريزه د ۱۳۵۶ كال چاپ.
۱۷ ـ داحمدشاه بابا د ديوان غورچاڼ د ۱۳۵۷ كال چاپ.
۱۸ ـ بديع درسي كتاب د دارالمعلمين له خوا د ۱۳۵۹ كال چاپ.
۱۹ ـ دابن سينا دمخارج الحروف پښتو ژباړه د ... كال چاپ.
۲۰ ـ دپښتو تجويدونو تاريخچه په ( ۷۴ ) مخونو كې د ۱۳۵۹ كال چاپ.
۲۱ ـ دپښتواسما الحسنى سريزه د ۱۳۵۹ كال چاپ.
۲۲ ـ دڅمكنومياعمر د ۱۳۶۰ كال چاپ.
۲۳ ـ دحاجې جمعه باركزي ديوان سريزه او لغتنامه د ۱۳۶۰ كال چاپ.
۲۴ ـ پرافغانستان او بريتانوي هند باندې څوخبرې د د ۱۳۶۱ كال چاپ.
۲۵ ـ دقصه خوانى خونړۍ پيښه د د ۱۳۶۷ كال چاپ.
۲۶ ـ دپټې خزانې فرهنګ ، د ۱۳۶ كال چاپ.
۲۷ ـ درباره ظفرنامه اكبري و ناظم آن د ۱۳۶۵ كال چاپ.
۲۸ ـ لس مقالې د ۱۳ كال چاپ.
۲۹ ـ سو بهاش چندرا بوش سريزه او تعليقات د ۱۳ كال چاپ.
۳۰ ـ دشعرونو لومړۍ مجموعه

يادونه : په دغه برخه يوزيات شميرآثاراوس نورهم چاپ شوي چي په نژدې راتلونكې به هغه هم په دغه لست ورزيات كړم .

ب : ناچاپ آثار :
داستاد د آثارو خورازياته برخه تراوسه پورې دهغه ناچاپ آثار دي ، همدا اوس هم دلته او هلته دا خبره اوريدل كيږي چې استاد خپل آثار چاپ نه كړل ، دوى دلوى استاد علامه حبيبي او استاد په باب داخبره او داقضاوت كوي چې ګواكي استاد حبيبي خپل آثارچاپ او استاد له ځان سره ساتلي دي په داسې حال چې خبره داسې نه ده ، په دې مانا چې د استاد آثار اوس هم دهرچا په واك دي او په پرله پسې توګه يې دخپريدو لړۍ روانه ده او موږ دا دعاكوو چې په پښتونخوا او افغانستان كې داسې خواخوږي كسان او موسسې پيداشي چې ددغې تلپاتې زيرمې دچاپ اوتنظيم كار ته اوږې وركړي. زه دلته داستاد ددغې علمي زيرمې ديوشميرناچاپ آثارو نومونه چې په وارو وارو ترې برخمن شوى يم تاسې ته وړاندې كوم :
۳۱ ـ پښتانه شعرا په اردوژبه په دغه اثركې هغه پښتانه معرفي شوي چې په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي ، په دغه اثركې ( ۳۸۳ ) شاعران راغلي دي .
۳۲ ـ پښتانه شعرا په فارسي ژبه په دغه اثركې هغه پښتانه راغلي دي چې هغوى په فارسي ژبه شعرونه ويلي دي. په دغه اثر كې دوه سوه تنه شاعران معرفي شوي دي.
۳۳ ـ آيا ؟ په دغه اثركې هغه تيروتنې او تيرايستنې په ګوته شوې چې هغه په فارسي او پښتو ادبياتو كې دپاملرنې وړدي.
۳۴ ـ غالب جنګ نواب احمدخان بنګښ او دهغه كورنۍ .
۳۵ ـ دپښتني قومونو او قبيلو په باب يادښتونه په ( ۲۰۰) مخونوكې .
۳۶ ـ مستشرقين : په دغه اثركې دوه سوه ختيز پوهان چې د افغانستان، پښتواو فارسي ژبو په باب يې څيړنې كړې معرفي شوي دي.
۳۷ ـ امين الملك ګل محمد خان غورياخيل بابړ او دهغه كورنۍ ( چې داستاد له نيكونو څخه دى ) .
۳۸ ـ ملي قهرمان غازي محمد اكبرخان .
۳۹ ـ سوري پښتانه (لكه دلودي پښتانه غوندې لوى كتاب )
۴۰ ـ دكندهار دمدرسوتدريسې نصاب .
۴۱ ـ حضرت ابوبكر صديق په پښتوژبه په (۱۴۰ ) مخونوكې.
۴۲ ـ په زړه فارسي او اوستاكې پښتو كليمې ( دماستري دورې له پاره) .
۴۳ دكندهار زيارتونه .

۴۴ ـ ادبي قاموس : دغه اثر شپږ ټوكه دى :
لومړى ټوك : ( ۱۰۰۰ زر ) مخه .
دويم ټوك : ( ۵۰۰ پتځه سوه ) مخه.
دريم ټوك : ( ۱۰۰۰ زر ) مخه.
څلورم ټوك : ( ۴۷۰ ) مخه .
پنځم ټوك : ( ۴۸۰ ) مخه.

شپږم ټوك : ( ۹۲ ) مخه چې تراوسه هم ترلاس لاندې دى.

۴۵ ـ پښتانه مصنفين : دغه اثر درى ټوكه دى:
لومړى ټوك : ( ۳۵۰ ) مخه.
دويم ټوك : ( ۹۰ ) مخه .
دريم ټوك : ( ۷۰ ) مخه .

۴۶ ـ جغرافيايې يادښتونه : دغه اثر په دووټوكوكې دى :
لومړى ټوك : ( ۳۵۰ ) مخه.
دويم ټوك : (۳۰۰ ) مخه.

۴۷ ـ د كندهار تاريخي يادښتونه : په دووټوكو كې :
لومړي ټوك : ترمغلو دمخه
دويم ټوك : ترمغلو وروسته

۴۸ ـ داحمدشاهي عصر نوميالې په دووټوكو كې :
لومړى ټوك هغه برخه ده چې داحمدشاهي شاهنامې دتعليقاتو سره اړونده ده .
دويم ټوك : له احمدشاهي شاهنامې پرته نورنوميالې دي.

۴۹ ـ پښتانه مشاهير : دااثر درى ټوكه دى.
لومړى ټوك : ( ۱۵۰ ) مخه.
دويم ټوك : ( ۲۰۰ ) مخه.
دريم ټوك : لاترلاس لاندې دى :

۵۰ ـ دطريقت شجرې : دااثر دهغوطريقو په باب دى چې په افغانستان او پښتنو كې مشهورې دي :
۵۱ ـ نسبي شجرې : دغه اثر څلورټوكه دى.
لومړى ټوك : په هندوستان كې دپښتنو نوابۍ اونامتوكورنۍ .
دويم ټوك : دسدوزو پاچهانو او شهزاده ګانو په باب .
دريم ټوك : دمحمدزيوپاچاهانو، شهزاده ګانو اوسردارانو.
څلورم ټوك : دپښتنوقومونو په باب عمومي شجرې .

۵۲ ـ سل متله په اووو ژبو :
۵۳ ـ دوه زره پښتومتله په روسي ژبه :

۵۴ ـ دخوشال فرهنګ : دغه فرهنګ اووه ټوكه دى :
لومړي ټوك ( طب نامه )
دويم ټوك : ( بازنامه )
دريم ټوك : ( رباعيات او قطعات )
څلورم ټوك : ( دستارنامه )
پنځم ټوك : ( غزليات او قصايد)
شپږ م ټوك : ( غزليات او قصايد)
اووم ټوك : ( غزليات او قصايد)
۵۵ ـ دپټې خزانې فرهنګ دويمه برخه
۵۶ ـ دګلشن روه لغتنامه
۵۷ ـ دخيرالبيان لغتونه

۵۸ ـ فرهنګونه : په دغه اثركې هغه ټول فرهنګونه چې په ختيز كې كښل شوي معرفي شوي دي.
الف :پښتوفرهنګونه دالفبا په ترتيب .
ب : فارسې فرهنګونه دالفبا په ترتيب .
ج : عربي فرهنګونه دالفبا په ترتيب .
د : تركي فرهنګونه دالفبا په ترتيب .
ه : هندي فرهنګونه دالفبا په ترتيب .

۵۹ ـ بديع په ( ۳۷۱ ) مخونو كې .
۶۰ ـ بيان په ( ۳۷۰ ) مخونو كې .
۶۱ ـ قافيه په ( ۳۰۰ ) مخونو كې .
۶۲ ـ عروض : په دووټوكونو كې
لومړى ټوك ( ۷۶۷ ) مخه .
دويم ټوك ( ۳۵۰ ) مخه .
۶۳ ـ معاني : په ( ۳۸۳ ) مخونوكې
۶۴ ـ نقد : دپښتو، فارسي او عربې ادبياتو په تاريخې او علمې برخوكې ، په (۲۲۳) مخونوكې .
۶۵ ـ مكتبي قاموس : په دغه اثركې دښوونځيو دكتابونو د ( ۶۰۰۰) لغتونوتشريح.
۶۶ ـ په ګلشن روه كې دبابوجان منتخبات نثر نه دى ( دپوهاندۍ اثر ) .
۶۷ ـ دزړه وينې شعرونه
۶۸ ـ لاله شعرونه
۶۹ ـ رڼې اوښكې شعرونه
۷۰ ـ لوى احمدشاه بابا دخلكو له نظره .

داوو داستاد رشاد اويا ټوكه آثار چې اوس دغه لړۍ نژدې سلوته رسيدونكې ده ، په دغه اړه بايد ووايم چې په دغو علمي آثاروكې داسې آثار هم شته چې تراوسه پورې هم لابشپړ شوي نه دي او استاد په هغو باندې او س هم كاركوي ان چې يوشميرخويې دداسې پروژو بنه لري چې بايد داوږدو څپړنواوعلمي موسسوله خوا وڅيړل شي او ددغو پروژو دخپرولو او چاپ له پاره بايد لاره پرانستل شي.

داستاد زرګونه پاڼې يادښتونه او په سوو مقالې چې هريوه يې په او سنۍ نومونه يوځانګړي تيسس دى دخپل وياړلي ژوند په اوږدوكې كښلي دي، په لسګونو علمي سيمينارونوكې دده رغنده برخه اخستنه داګرده هغه علمي يادونې دي چې د استاد علمي او معنوي شخصيت جوړوي.

په هرډول استاد رشاد له هغو افغاني پوهانو څخه دى چې دآثاراو افكارومعنوي سپرغۍ يې يوازې په دغو سلو ټوكو كې نه شې راخوندي كيداى، هغه اوس داسې يومعنويت دى چې زموږ دملت او ايمان د عظمت او سرلوړۍ لويې او لوړتيا له ځان سره لري، اوس په دغه زمانه كې چې داهريمنانانوجباري ليكې او لښكرې زموږ دايمان دلمرپه وړاندې له تورواو طاغوتي رنګواوطلسمونو سره جلوه نمايې كوي، همدغه معنويت دى چې زموږ اوښكوته اوښكې تويوي اوزموږ ارادې دزمان دتوپاني سيليوله ليونيوڅپو دنوح دبيړۍ په لور له دغه تورتوپانه په يوه خواكوي ...

استاد رشاد دافغاني ټولنې ، دافغاني غرورپه پت پتيال عالم او مفكردى، وايي چې يونان په اپلاتون ژوندى دى، روم په سيسرون په دې چې يونان او روم داپلاتون او سيسرون په شخصيتونو كې ځليږي ځكه له وركې او هيرتوبه څخه په امن پاتې شوي دي ، زه په دې باوري يم چې داستاد نوم ،آثاراوافكاربه دافغانستان او پښتونخوا اوچت برم او لويې په خپل تلپاتې معنويت سره دزمان له زواله په تلپاتې توګه وژغوري. په دې اړه به دا بې ځايه نه وي چې د نوميالي شاعر حميد ماشوخيل په دغو بيتو باندې دغه بحث دلته پاى ته ورسوو:

هرچې تاغوندې دلبر يې په څنګ كيني
دبڼو په ځاى هغوته اورنګ كيني
 

بېرته شاته



Copyright © Lekwal.com 2005

Webmaster[at]Lekwal.com

Design by: Benawa Pushto Web Development