Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دلوستونکو نظر او تبصرې
  ذاکر ٨ / ٢ / ١٣٩٢  هـ ل  | 2013-04-28  م  
داسی کلېمه پېداکړی چی ڼ یی په سرکی راشی نوردخدای دښوچارووسه درکړی
  ذاکر ٨ / ٢ / ١٣٩٢  هـ ل  | 2013-04-28  م  
داسی کلېمه پېداکړی چی ڼ یی په سرکی راشی
  ذبيح الله له هرا ٢ / ٤ / ١٣٨٨  هـ ل  | 2009-06-23  م  
زه له خداي نه ستاسو ته د لازياد بري هيله كوم زه ستاسو زيار دپشتو ژبي لپار دقدر ورگنم
  پرويز ساپى ١٩ / ٣ / ١٣٨٨  هـ ل  | 2009-06-09  م  
د بهاند صيب له شخصيت او پوهې سره خو اشنا يو خو که دا راته ووايي چې اوس مهال څه کار کوي ځکه مخکې يې په بي بي سي کې کار کو نړۍ مننه .
  pcqwcgfau ١٢ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-31  م  
Xvk5Xs <a href="http://vsfefexqesrl.com/">vsfefexqesrl</a>, [url=http://gdzodwrablzm.com/]gdzodwrablzm[/url], [link=http://tbmthqjkecbi.com/]tbmthqjkecbi[/link], http://mxhxwryfrvzb.com/
  محمد طاهر كاڼى ٩ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-29  م  
ايا د ځينو ليكوالو لپاره درواغ ويل هم يو وياړ دى ؟ محمد طاهر كاڼى څه موده مخكې مې په (( ليكوال )) انټرنېټپاڼه كې د افغان ليكوالو او شاعرانو ژوند ليكونه او د هغوى د اثارو نوملړونه له نظره تېرول ، چې ناڅاپه مې ليد زموږ د يو ماسكو مېشتي افغان ليكوال ښاغلي لطيف بهاند په نامه او د هغه په لنډ ژوندليك ولګېد. همدغه ژوندليك له كندهاره خپرېدونكې (( ښكلا)) مجلې د ۱۳۸۵ لمريز كال ( د غويي - غبرګولي ) مياشتو د پرله پسې درويشتمې ګڼې په اتلسم او نولسم مخ كې هم خپور شوى دى. همدا راز په ۲۰۰۶ ز كال كې په ماسكو كې (( نويد )) ورځپاڼې هم خپور كړى دى. هغه څه چې ما د ښاغلي بهاندپه لنډ ژوندليك كې ولوستل ډېر يې هېښ كړم. دوى د خپلو اثارو نوملړ د داسې اثارو په نومونو اوږد كړى ، چې له اره خو يا شتوالى نه لري او يا خو د دوى اثار نه دي. دوي پخپل ژوندليك كې داسې ښندې ( مبالغې ) كړې چې كه په اصلي نامه يې ياد كړو نو يواځې د درواغو او باټو په نامه يادېداى شي. نوموړى ښاغلى د خپل ژوندليك د (( علمي ، ادبي او هنري خدمتونه او اثار )) تر سرليك لاندې متن يوه برخه كې داسې ليكي : (( په پښتو ادبياتو كې د كره كتنې تاريخ ، په روسي ژبه ، ۱۹۹۱ ز كال. د افغانستان د ليكوالو د ټولنې غړيتوب. په ۱۳۶۵ لمريز كال كې د دوكتورا د زده كړو لپاره مسكو ته تګ. )) لومړى خو د ښاغلي بهاند داسې يو اثر چې هغه دې په روسي ژبه چاپ شوى وي ، تر اوسه نه چا ليدلى او نه هم چا لوستلى دى. له بل پلوه ماته ددې ښاغلي د روسي ژبې د زده كړې كچه هم مالومه ده. دوى ان له روسي ژبې نه پښتو ژبې ته په ژباړه كې ستونزې لري ، نو پخلپه په روسي ژبه به څه ډول ليكنه وكړاى شي ؟ دا څرګندونه په دې بنسټ هم كوم ، چې دوى كله كله له پاړسي نه هم پښتو ژبې ته ژباړې كوي ، خو له پاسه پرې داسې ليكي چې ګواكې له روسي ژبې نه يې كړې ده. بل دا چې د افغانستان د ليكوالو ټولنې غړيتوب د كوم ځانګړي ، هنري ، علمي اثر مانا نه لري. د ليكوالو ټولنې غړيتوب د ليكوال لپاره دا مانا درلوداى شي ، چې دوى په رسمي ډول د يوه هېواد د رسمي ارګان له خوا د ليكوال په توګه ثبت شوي او منل شوي دي. د ليكوالو ټولنې غړيتوب د ليكوال لپاره د يو وياړ مانا هم لرلاى شي ، خو نه د كوم ټاكلي اثر مانا. بل دا چې د ليكوالو ټولنې د غړيتوب وياړ يواځې دوى نه ، بلكې د هېواد نورو په سلهاوو ليكوالو ، شاعرانو او ژورناليستانو هم درلود او چا تر اوسه پورې له هغوى نه د يوه په ژوندليك كې هم داسې نه دي لوستلي ، چې د ليكوالو ټولنې غړيتوب يې خپل يو اثر بللى وي. په دې بنسټ كېداى شي وويل شي ، چې كه چيرې ښاغلى بهاند د ليكوالو ټولنې غړيتوب هم خپل يو اثر بولي ، دا به ددوى تېروتنه او يا هم بېځايه ځان غټول وي. نوموړي ښاغلي په ۱۳۶۵ ل كال كې له كابله تر ماسكوه پورې تګ هم خپل يو علمي ، ادبي ، هنري خدمت او اثر بللى دى. په دې مانا چې پخپل هېواد او د هېواد په پوهنيزو او كولتوري كړيو يې دا احسان هم بار كړى ، چې يانې زه خو له كابله تر ماسكوه پورې تللى يم او تاسو بايد دې ته جدي پام ولرئ ، چې دا ډول سفرونه هر څوك نشي كولاى. پوښتنه داده چې دوى د كومو دليلونو او پوهنيزو معيارونو پر بنسټ له افغانستان نه روسيې يا شوروي اتحاد ته سفر د پوهنيز كار ، هنري خدمت او ياهم يو اثر په نامه نوموي ؟ بايد وويل شي چې ماسكو او پخواني شوروي اتحاد ته له يولك نه هم زيات افغان محصلين او كډوال راغلي ، چې د ښاغلي بهاند د څرګندونې پر بنسټ دغه له يولك نه زيات كسان بايد ټول ليكوالان وګڼل شي ! له دې نه لاندې ښاغلي بهاند د (( خپاره شوي اثار )) تر سرليك لاندې د خپلو چاپ شويو اثارو څلورمه شمېره اثر (( د پښتو ژبې ګرامر او ادب )) په تشرېح كې ليكي چې دغه اثر (( د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي له خوا په ۱۳۵۹ لمريز كال كې د كابل پوهنتون له خوا خپور شوى دى. )) هېښنده خبره داده چې څنګه كېداى شي ، چې يو ليكوال دې پخپلو ليكنو كې د پښتو ژبې پينځه ډوله ( ى - ۍ - ې - ي - ئ ) لكه څنګه چې اړينه ده ، ونشي كارولاى ، هغه دې بيا دومره پوهنيز صلاحيت هم ولري ، چې د پښتو ژبې درسي كتاب او پښتو ژبې ګرامر دې وليكي ! ؟ د خپرو شويو اثارو لسمه شمېره اثر يې د (( كلتور پوهنه )) كتاب دى چې له روسي ژبې يې ژباړلى دى. په دې كتاب كې له نورو نيمګړتياوو سره سره يې فرهنګي اصطلاحات پكې ، لكه دوى چې ليكلي دي ، كورټ نشته. دولسمه شمېره اثر يې د (( ښكلا فصل )) هماغه د (( پل )) شعري ټولګې دويم چاپ دى ، چې يوڅه نوي شعرونه يې له يو لړ نيمګړتياوو سره ، ورسره يوځاى كړي دي ، خو دوى د بشپړ يو نوي اثر په توګه ياد كړى دى. پينځلسمه شمېره اثر چې (( موچي )) نوميږي او پخپله دوى هم په دې اعتراف كړى ، چې (( دا د نورمحمد تره كي د لنډو كيسو ټولګه ده )) كورټ په دوى پورې اړه نه لري. وړاندې ليكي چې (( دا اثر په ۱۳۸۳ لمريز كال په مسكو كې خپور شوى دى )). لومړى خو ددې اثر ليكوال پخپله نورمحمد تره كى دى ، چې دوى پخپلې سپين سترګۍ سره هغه د خپلو اثارو په نوملړ كې داسې ښودلى ، چې ګواكې دا خو دوى ليكلى دى. دويم دا اثر تر اوسه پورې كورټ چاپ شوى هم نه دي او كه چيرې چاپ هم شي او كوم څوك كومه سريزه هم پر وكاږي ، د ليكوالۍ رښته ( حق ) يې يواځې په اصلي ليكوال پورې اړه لري ، نه په هغه چا پورې چې سريزه يې پر كښلې او يايې چاپخونې ته وړى وي. د ښاغلي بهاند له ژوند ليك ، په هغه كې ددوى له باټو او درواغو نه داسې څرګنديږي ، چې د درواغو اصلي درمندونه يې ښايي چې له دې نه هم پكې ډېر باد كړي وي. دا خو يواځې هغه څه ول ، چې ماته مالوم دي. دوى هڅې كوي چې په درواغو د ناموجودو اثارو په نومونو سره د خپلو اثارو نوملړ اوږد ، د پرديو ليكنو په غلاكولو او په خپل نامه د هغوى په چاپولو سره خپل ژوند ليك ډېر شتمن وښيي. دوى هڅې كوي چې په دې كار سره د يو مصنوعي شخصيت څېره خپله كړي. زما لپاره هېښنده داده ، چې څنګه د قلم يو خاوند ، چې ځان د افغاني كولتور ، ژبې ، ادب او پوهنې يو استازى ګڼي ، ځانته دا رښته وركوي ، چې د سلهاوو زرو ( ښايي ميليون هاوو ) لوستونكو په سترګو كې خاورې وشيندي ؟ باټي وهل ، درغلي كول او درواغ ويل د كومو انساني ، اخلاقي او كولتوري ارونو پر بنسټ روا ګڼل شوي ؟ ژوند په زباد رسولې چې له ځان نه پخپله مصنوعي شخصيت جوړول ، كه په سياست كې وي ، كه په پوهنه كې او كه د ژوند په كومه بله برخه كې ، د هغه چا كار او بوختيا ده ، چې هېڅ ډول برياوې ( لاس ته راوړنې ) او هېڅ ډول د ستاينې وړ څه ونه لري. په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې ښاغلى بهاند هم يو له هغو كسانو نه دى ، چې هېڅ ډول افغاني ، ټولنيز ، اخلاقي ، كولتوري او انساني معيارونه ورته د توت د پاڼې ارزښت هم نه لري. د پيسو او مادياتو په بدل كې له پښتو نه څه چې له ټول كولتور نه يې پسې تېر دى. دوى پخپلو كړنو او سلوك سره دا په زباد رسولې او هغه چا ته ، چې له دوى سره لږه ډېره پېژندګلوي لري ، ددوى دا ځانګړنې ورته پوره جوتې دي. دوى د بل هر هغه ليكوال ، چې په خپلو چارو كې بريالى وي او وخت نا وخته يې اثار چاپيږي ، په وړاندې تل خپل حسادت ښودلى دى. كله چې د كوم ليكوال نوى اثر له چاپه راووزي ، موږ خو له خدايه شكر كوو او د زړه له تله پرې خوشالېږو. زموږ د هر سالم ، پوه او رښتوني روڼاندې هېوادوال په تېره بيا ليكوال لپاره د هر نوي ، پوهنيز ، تاريخي ، درسي او يا هنري اثر ( مهمه نه ده چې كوم ليكوال ليكلى دى ) خپرېدنه يو جشن دى ، خو په دوى باندې دا ډول نوى او خوښۍ بښوونكى زېرى هم د حسادت اور بلوي. نوموړى يو له هغو كسانو نه دى ، چې هېوادني كولتور ته د چوپړ باټي يې سارى نه لري ، خو د كړنې په ډګر كې يې توان دومره دى ، چې سړي ته هغه د پښتو ولسي متل (( اسمان چې څومره غوريږي ، هغومره نه اوريږي )) په ياد راولي. په ټولنيزو اړېكو كې تر وروستي بريده بې پروا دى ، ان دا كولتور هم نه لري ، چې د بل چا په وړاندې د خپل بې ادبه او ناوړه چلند په خاطر بښنه وغواړي. دوى بايد دا په ياد ولري چې هېڅ شى له چا نه پټ نشي پاتې كېداى. وړاندې وي او كه وروسته ، درغلي ، باټې او درواغ په هر چا پورې چې تړاو ولري او په هره كچه چې وي ، ډاګيزه كيږي. دا چې يو څوك پخپله د يوې دوكتورا د رسالې د ليكنې او دفاع وړتيا ونه لري او په بل چا يې ليكلې وي ، نو ددغسې دوكتورا د درلودلو وياړ به څه وياړ وي. ما ددې څو كرښو ليكنه په دې خاطر اړين وبلل ، چې د دوى په څېر كسان په دې فكر كې ونه اوسي ، چې نور ټول لوستونكي خو كمعقل خلك دي ، په څه نه پوهيږي او هر څه چې دې ورته وليكل بس مني به يې او هغه به د كاڼي كرښه وي. لوستونكو ته د رښتيا تر پردې لاندې د باټو او درواغو وړاندې كول نه يواځې د خپل ځان او خپل حيثيت د بې ارزښته كولو او صفر ته راټيټولو په لاره كې هلې ځلې دي ، بلكې پخپله لوستونكو ته په سپكه سترګه كتل هم دي.
  محمد طاهر كاڼى ١ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-21  م  
درنو لوستونكو ! د ښاغلي بهاند په تړاو به لږه موده وروسته يوه داسې ليكنه دبېلابېلو انټرنېټپانو له لارې خپره شي چې په هغې كې به تاسو درنو دوستانو ته ددې ښاغلي ټوله درغلي او درواغ افشا شي. په درناوي.
Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005