ددې اوونۍ غوره کېسه دنوال السداوي ده چه ګلالۍ احد ژباړلې
د لاس رغوى يې پر ځمكه كېښود؛ خو په خاورو ونه لګېد. سترګې يې ورو خلاصې كړې او پورته يې وكتل. د رڼا خوا ته يې ځان كش كړ، پرته وه؛ خو په ځاى كې كښېناسته، مخ يې نرى او اوږد ښكارېد. پوستكى يې لمر وهلى او تور. په تيارو كې يې خپل مخ نه شو ليدلى او نه يې په لاس كې ايينه وه، چې لمر شو د لمر وړانګې يې په مخ داسې خپرې شوې چې تك سپين يې ځلاوه. تنګې هېښ وهلې سترګې يې خلاصي كړې او لـه رڼا نه ډكې شــوې. غټې او شغلـه وهلې معلومېدې لكه د انسان سترګې نه بلكې د جنت د حورې غوندې سترګې. - په حيرانۍ يې سترګې ښۍ خواته او بيا كيڼ پلو ته واړولې، مخ ته يې د شنو ونوباغ پروت و اودا يې سيوري ته ناسته وه. يوې خوا ته يې بيا لـه وه چې د اوبوپه ځاى پكې سپين زر بهېدل. د مرغلرې په شان څاڅكي ترې شاوخوا ته الوتل. سترګې يې يوواربيا تنګې كړلې چې دا انځور سهيي كړي، بدلون رانه غى خپل ګرېوان ته يې پام شو او په خپـــلو وريښمينو كالو يې لاس راتېر كړ. د كميس لـه غاړې نه يې خوش بويي خپره شوه لكه په عطرونو چې مينځل شوې وي. هېڅ شور يې نه كاوه، سترګې او سر يې هم هېڅ نه ښوراوه، هسگي نه چې دسترګې لـه رپ ســره هـر څه بدل شي او يا د پخوا غوندې ورك شي. د سترګو لـه كونجه يې نظر د پليو په پخې لارې ولويد چې د شنو ونو په سيورو كې پرته وه. د لارې سر ته او ددې دواړو جګوونو تر منځ د سرو خښتو محل ولاړ و. خو پوهېده چې په دې ماڼې كې به د مرمرو زينې وې او سر ته يې د خونې دروازه. بيا هم دخپل ځايه ونه ښورېده، نه يې باور راته اونه هم ورته دروغ ښكارېدل. هېڅ شي هم دومره نه ځورولـه ......... |