Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
  زموږ تګلاره

د ليکوال ټکي کام ستره موخه دا ده چې افغان ليکوال پر يوه واحد مرکز سره راټول او د دوى ترمنځ اړيکي نور هم ټينګ کړي، چې په دې برخه کې مو ځوانو ليکوالو او فرهنګپالو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.

+ پاڼه يوازې او يوازې غواړي د افغان ليکوالو تر منځ اړيکي ټينګ کړي، د ليکوالو له خپلو شخصي عقيدو او دريځ سره کار نه لري او د دوى د کړنو مسووليت پر غاړه نه اخلي.
+ پاڼه هغه ليکنې نه خپروي، چې چا ته سپکاوى په کې شوى وي او د کوم چا شخصيت ته په سپکه په کې کتل شوي وي.
+ پاڼه افغاني او اسلامي ارزښتونو ته درناوى لري او له درنو کتونکو او لوستونکو څخه هم هيله لري چې په دې برخه کې دغو پولو ته درناوى ولري.
+ څرنګه چې دا پاڼه ناپېيلې ده، هغه ليکنې او مواد نه خپروي چې د کوم سياسي ګوند يا سياسي ډلې نظر څرګندوي. زياتره پام به ادبي، فرهنګي او هنري ليکنو ته کوي.
+ دا پاڼه غواړي هغه ځوانان او تنکي زلميان له خپلو ملي اسلافو او مشرانو څخه خبر کړي، چې د هېواد په ملي تاريخ کې يې ستر رول لوبولى دى.
+ د ځوانو ليکوالو هڅونې او روزنې ته ځانګړى ارزښت ورکوي او په دې برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي
.








Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005