Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
فخر افغان شپږ ستوري
د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلى دى.
 علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د 1328هـ ق كال د ربيع الثاني پر 17 د پنجشنبې په ورځ ( مى 1910م) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى و. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته سوي دي. مشر زوى يې عبدالباقي نومېدى چې په ځواني كې د استسقا په ناروغۍ مړ سوى دى ..... تفصیل
اكاډيميسن پوهاند رشاد د ۱۹۲۱ م كال د نومبر پر ۱۴ ( د ۱۳۰۰ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ورنيكه يې ( غور نيكه ) محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر.... تفصیل .
فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي په د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چي په کندهار کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی ، دوی له آره دکندهار دمعروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي فاضل استاد بېنوا هم په کال ١٢٩٢ لمريزکي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز  ....تفصیل
ارواښاد گل پاچا الفت دمير سيد پاچا زوي اودسيدفقيرپاچالمسۍ په خټه سيد پښتون دۍ . په 1287لمريزکال دلغمان دعزيزخان کڅ په يوه منوره اوستانه کورنې کښي دنياته سترگې روڼي کړې . په 1356لمريزکال دليندۍ دمياشتي په 28نيټه يې په کابل کښي دابد لپاره له پانې نړۍ نه سترگې پټې کړې ،اودلغمان په ولايت کښې په خپله پلارنۍ هديره کښي خاوروته وسپارل شو.گل پاچا الفت خپلي لومړنۍ زده کړې په ننگرهار او کابل کښې په خصوصې توگه سرته رسولۍدي .دخپل وخت مروجه علوم يې لکه : صرف ،نحوه ،تفسير،حديث ،معاني اوبيان په ښه توگه څېړلې او زده کړي وه .استاد په 1343لمريز کال د(( انيس)) دورځپاڼې په اداره کښي دکاتب په توگه په رسمې ماموريت شروع وکړه.... تفصیل
ارواښا پوهاندد صديق الله رښتين په ۱۲۹۸ لمريز کال دمومندودغازي آباد کلي دمرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني او منوره کورنۍ کې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين لا ډير وړوکۍ و چې دپلار دمهر اومحبت سيوری يې له سره کم سو. دده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه دهغي برکت و چې ده او دده وروڼودښوونې پر ور پل کښېښود . هغه په وړکتوب کښې لومړنۍ مذهبي زده کړه په خصوصي ډول په خپل کور کې تر سره کړيده .له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱ لمريز کال دننگرهار دهډې په نجم المدارس کښې شامل شو ،په دغه مدرسه کې تر درې کالو تيريدو وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال دکابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه.... تفصیل
مرحوم قيام الدين خادم په ۱۲۸۶لمريز کال دکامي ولسوالی په يوي روحاني کورنۍ کښې دنياته سترگې پرانيستي دي . دخادم صاحب پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کښي يو مشهور او پوه عالم و . قيام الدين خادم لومړنۍ زده کړي پخپل کور کښي دخپلو والدينو څخه تر سره کړيدي . خادم صاحب داسلامي علومو زيات شمير کتابونه لوستي وه ؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير اونور مروجه علوم يي لوستلي دي . هغه دديني پوهي دترلاسه کولو لپاره 15 کاله دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر سفرونه کړېدي . ارواښاد خادم صاحب دلومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴لمريز کال دکامې په ابتدائيه ښونځۍ کښي دښوونکي په توگه دندي په سرته رسولو وگمارل شو ..... تفصیل
Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005