اشنا وردګ |
١٧ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-06 م |
احمدي صيب!
سلامونه مې ومنه، خو بس دومره درته وايم چې كه د ورورۍ مې ومنې نو داسې وكړه چې له غزلو تير شه او همدا د نثر ليكل دې په ګټه دي ښې مضوعګانې درسره شته او په ښه ځاى كې كار كوي روزانه يو ايډيا پيداكولاې شي چې ليكنه پرې وكړې.
مننه
له غزلو تيريدل به درته ښه وي
جانان |
١٦ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-05 م |
څو توري او څو قافيې مو سېه يو ځای کړي .نور کوم ښه خيال نه لري که په تول برابر شعرونه وليکې ښه به وي.
مخ په وړاندې |
١٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-04 م |
هدایت د په نصیب شه احمدي ***** مخ په وړاندې ترخې اوره د اخي
مخ په وړاندې |
١٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-04 م |
احمدی صیب ته اخر څو اړخونه او یا هم مخونه لرې؟
ستا په شعر کی خو ستا د دینی او اسلامی زده کړو او شخصیت هیڅ اثر نه لیدل کیژي.
دی ډالرو په تا څه کړي دي؟
خدای ته وگوره سم شعر ولیکه چی یو پند او محتوی خو ولری.
دا خو هسی شهوت امیزه شعرونه دي چی خلک فساد ته راکاږي او ستا خو دا غریضه خورا غالبه بریښي.
هدایت دی په نصیب شه احمدي
مخ په وړاندې ترخې واروه د اخي
زېری |
١٩ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-09 م |
غواړم يو ټکي ته اشاره وکړم هغه دا چې زموږ د پښتو اوسني ادب په اصطلاح د زمامدارانو او مخکښو کسانو اکثريت له اسلامي روح څخه ډېر لرې پاتې شوي، او اوسنۍ بښتو مو (بخښنه غواړم) د بې دينه کسانو په لاس کې ده، همدا لامل دی چې اوسمهال پښتو شعر او ادب ته مخه کول د ډېرو په اند د بېلارۍ نخښه ده. هغه څه چې زه يې ويل غواړم دا دي چې که دې ډګر ته د احمدي صيب په څېر تکړه ليکوالان او شاعران راودانګي، د شونډو، زلفو، مينې او موسکا څخه تېر شي، او د پښتو ادب د اسلامي کولو (خدای دې وکړي چې تعبير مې سهي وي) په لار کې زيار وباسي، دا کار به له يوه پلوه زموږ د وطنوالو له ذهنونو څخه ناسمې انګېرنې وباسي او له بله پلوه به د دين، ملت، وطن، ژبې او هيوادوالو په وړانې مسئوليتونه ترسره شوي وي. هيله ده خوابدي نه شئ. په درنښت
جاوید |
١٨ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-08 م |
سلامونه اونیکی هیلی می ومنه والله چه احمدی صاحب دا ستا شعرونه ډیر خوند لری خدای می دی غاړه بنده نه کړی هره ورځ چه ستا یو شعر ونه وایم زړه می صبر نه کوی او ډير یو ګوښی خوند او ځانته یوه مینه ورسره لرم
"شریفی " |
١٧ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-07 م |
سلامونه اونیکی هیلی احمدی صاحب ډیر ښه ستا دا شعر کښی بی حده خوند زیات دی که درته ووایم نو را سره به یی ونه منی
ستا دلا زیا تو بریاوو په هیله
شریفی وردګ
محمدقاهر (وردګ) |
١٣ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-03 م |
والله احمدي صاحب داستا شعرونه چې لولم ډېر راته په زړه پورې وي، نه پوهېږم چې زما په تبه دي او که ښه شعرونه دي، څرنګه چې زه شاعر نه یم هومره زیات په شعر نه پوهیږم خو کېدای شي ټولو خلکو ته به ښه وي، الله دې د توفیق درکړي چې هر وخت په خپلو شعرونو سره زمونږ دزړه بړاس وباسې.
ناشناس |
١٢ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-02 م |
ګرانه ورور احمدي صاحب ستا هره ليکنه که کيسه وي پا ادبي ټوټه او يا شعر ډير په زړه پورې وي او زما ډير خوښ دی زه راشتيا هم نا شناس نه يم خو هسی مې نا شناس ليکلی دی
محمد شريف هريپال |
٨ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-29 م |
احمدي وروره لمړی مې سلامو نه قبول کړه ښه په زړه پورې غزل د ليکلی د غزل څاښتونه د لا دشاعرانو او مينوالو لپاره درنځ دوا شه