Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دلوستونکو نظر او تبصرې
  نورانی ١٠ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-29  م  
دیر شه! خلاص به شي او سترګي درقيب به شاته واړوې اوخوند کړي عاشقان دزولنو سره
  سرحدي ځواک هالېن ٨ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-27  م  
هما جانې ! ډير ښه شعر دې ليکلى، هڅه وکړه له يوه داسې چا سره چې په شعر پوهېږي خپل نظر ورسره شريک کړه له دې شعر نه دې معلومېږي چې رآتلونکې کې به درنه ډېره ښه شآعره جوړه شي زه درته دعا کوم . هالېنډ
  اجمل ٧ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-26  م  
سلام ډیر ښه
  بازمحمد عابد ٧ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-26  م  
نن راته د جلال اباد نه يو ګران ملګري شاعر په ايم اس اين د آن لين مشاعرې همدغه پاڼه راوليږه چې د هما درانۍ خور څلوريزه په کې خوره شوې ده، ملګری مې په دې خواشينی و چې يو خو زموږ په ډله کې د خويندو شاعرانو کمی دی او چې کومه يوه راپيدا شي بيا نو له پښتني کلتوره پريوتي خلک په يوه نوم او بل نوم بې ادبه ليکنې کوي. ما د درانۍ خور په څلوريزې ټولې تبصرې ولوستې، پرته له هغه يو بې ادبه چې ځان ته يې ليونی مين ليکلی دی د ټولو نظرونه نيک و او هر يو هما درانۍ خور تشوېق ده او بايد چې تشويق شي، ځکه چې يو خو يې څلوريزه ډېره ښکلې ده او بل دا چې زموږ په لست کې به د يوې بلې خور اضافه وشي. زه د آغلې خور هما درانۍ څخه هيله کوم چې خپل شعرونه د بهير پاڼې ته يا د بهير د اړيکو له لارې راوليږي او يا دې هم زما په ايميل ادرس راوليږي چې موږ سره د بهير په پاڼه کې د خويندو په وڼډه کې راشي او هم به پرې زموږ د بهير پاڼه ښکلې شي. زما د ايميل ادرس په دې ډول دی. baz_moh1@hotmail.com
  بريالی ٦ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-25  م  
هما درانۍ ته ډالۍ. مه مې تړه زلفو باندي مړ به شم* نه ښايي دا ظلم جنکو سره**** يابه ليوتۍ شې يا به عمرقيد* ژوند به دي شي تير زما يادو سره**** بريالی، لندن
  بريالی ٦ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-25  م  
هما درانۍ ته ډالۍ. مه مې تړه زلفو باندي مړ به شم* نه ښايي دا ظلم جنکو سره**** يابه ليوتۍ شې يا به عمرقيد* ژوند به دي شي تير زما يادو سره**** بريالی، لندن
  بريالی ٦ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-25  م  
هما درانۍ ته ډالۍ. مه مې تړه زلفو باندي مړ به شم نه ښاي دا ظلم جنکو سره يابه ليوتۍ شې يا به عمرقيد ژوند به دي شي تير زما يادو سره بريالی، لندن
  هما درانۍ ،ننګره ٦ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-25  م  
هما درانۍ زه په ټوله کې ددغو ګرانو وروڼو له نظرونو څخه چې زه يې لا نوره هم شعر ليکلو ته هڅولې يم مننه کوم. او پاتې شوه د لېوني په نوم د يو چا دنظر په اړه خو زه د څه ويلو اړتيا نه وينم ځکه چې هغه خو هيله من ورور او فهيم صېب ښه پوه کړى دى هيله ده چې پوه شوى به وي. ستاسو ښاغليو داد زه دې ته هڅولې يم چې خپل ټول شعرونه ستاسې په وړاندې کېږدم او راته يې اصلاح کړئ وروڼو زه نږدې يوه ټولګه شعرونه لرم خو تر اوسه مې هېڅ چا ته نه دي ښودلي خو د افغانبېسيم له لارې د انټرنېټ له اسانتيا څخه په ګټې مې په کور کې ځآنته انټرنېټ اسانتيا برابره کړې او ټوله ورځ چې له نورو کارونو اوزګاره شم په همدې کې مطالعه کوم زه له هيله من او زيرک فهيم ورور نه د يوې خور په صفت هيله کوم چې خپل د ټېلفون شمېره په همدې پاڼه اعلان کړي ترڅو زه ورسره ټېلفوني خبرې وکړم . مننه
  Mohammad Zahid ٥ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-24  م  
ګراني خورې الله پاک دې تاته نور تو فېق درکړې چې پښتو ژبي ته نور خد مت هم وکرې ستا سی کشر ورور محمد زاهد
  khalilrahman ٥ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-03-24  م  
ګرانې خورې ښه څلوريځه دې ليکلې کاميابي درته غواړم کوښښ وکړه چه پښتني ټولنې ته دشعر او ادب له لارې چوپړ وکړی شې خليل الرحمن (هندوستان)
       ...  ...       
Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005