Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دلوستونکو نظر او تبصرې
  ايمل اند ٢١ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-09  م  
شعر دې چندان شعر نه دى، هسې دې ځان په عذاب كړى دى، مطالعه دې كمه ده، خواري وكړه، كيداى شي، ښه شې. خپه نه شې نو.ايمل اند
  سپېڅلى ٢١ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-09  م  
نقيب جان (اتل)صاحب ! شعردي خوندوردى نورهم هڅه وكړه چي دغسي ښائسته شعرونه وليكې اوترڅنګ يې دشعرمطالعې ته هم ښه زوروركړه ترڅوشعرمولاښه زورورسي . مننه
  عطامحمد هيله من ٢٠ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-08  م  
اتل صېب بلا دې کړې په شعر کې دې ټاکلې موضوع ډېره ښه پېيلې ده . هلکه ګوره زه درنه خپه شوم ځکه چې دا څومره وخت وشو چې زه او ته سره پېژنو مګر په دې نه ووم خبر چې ته مين هم يې او هغه هم په داسې يو چا چې په محل کې اوسي اتله ! داسې نه وه پکار چې تا دومره ژر وسله اېښى واى او له هغې دې توبه وېستلې وه څه پروا کوي که ته غرېب وې او هغه خانخېله وه پوهان وايې چې که چېرې يو څوک په خپل ژوند کې ورسره موجود ټول امکانات په کار واچوي په نړۍ کې هېڅ داسې يو کار نه شته چې ناشونى وي . دنيا دى حالات په کې کله څنګه او کله ځنګه ! ددې خبرې ژوندى مثال همدا ته يې يو وخت داسې هم و چې تاته د نړۍ ټولې ستونزې يو ځاى شوې وې او ته يې را اېسار کړى وې مګر نن د خداى احسان دى ته نسبي خوشاله ژوند لرې. خبره مې دا کوله چې تا له خپلې مينې سره اړيکې او له هغې توبه ډېره بې وخته کړې که لږ شان انتظار دې کړاى واي نو کېداى شوه چې حالاتو هغه دې ته مجبوره کړې وه چې محل پرېږدي او ستا جونګړه واخلي . خو خېر په پاى کې يو ځل بيا وايم چې شعر دې ښکلى دى او موضوع دې ډېره ښه پېيلې ده . تر دې هم ښه شاعري ولرې. خوږمن دې عطامحمد هيله من جلالکوټ
  amirullah saqeb ٢٠ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-08  م  
ګرانه سلامونه مې ومنه ګرانه نظم دې ډېرپه زړه پورې دۍ زه خوېې چې ګورم فکرکوم چې په راتلونکي کې به مونږتاته دې غزل باباوايو خوله تاهيله کوم چې ډېرزريوبل نظم اوياغزل پرليکه کړې ستا دبريا په هيله اميرالله ثاقب خوست
  ايوب فرهت ٢٠ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-08  م  
که څه شعر دې ډير ښکلى دى ،خو ښکاري چې مينه دې يو طرفه ده ځکه خو دې ژر ماتې خوړلې او که دا نه ده نو ولې دومره ژر خپيمانه شوې يي . خدا دې وکړي چې مرور يار دې بيرته پخلا شي ايوب فرهت جلالکوټ
  زيرک فهيم ٢٠ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-08  م  
سلامونه اتل صيب ! اګر چې ته خو تعريف ته ضرورت نه لرې خو بيا هم نظم دې ډير ښکلى دى ،ښه منڅپانګه لري او ښه انخورګري دې په کې کړې ده ،سره ددې چې ښه شاعر يي په ترنم کې هم له چا کم نه يي .لاپريالتوب دې غواړم فهيم جلالکوټ
  اسدالله ٢٠ / ١ / ١٣٨٧  هـ ل  | 2008-04-08  م  
ښاغلى اتل صاحب سلامنونه مي ومنئ ! ډېر ښه شعر ليكئ، خداى ( ج) دي تاسي ژوندي لري . په درنښت. اسدالله كندهار
       ...  ... 
Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005