Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

احمد شاه بابا

عبدالباري جهاني
 د مشکوکاروان له کتاب څخه


 چی خدای لوی کړې احمد شاهه
 تل د خوارو دسټیری کړه
 د احمد شاه بابا د نامه له یادولو سره سړی ته معمولا د پانی پټ جڼ،پر هند باندی حملې،د تورو خرپی او د مېړانی او تدبیر رڼارڼ کیسی ور په یادېږی. دا خبری دومره ذهن ته راځی چی د ده د شعرويلو او ليکلو برخه او هنری ژوند بالکل د سړی له یاده وزی.چا ته دا نه ور په یادېږی چی ده به هم گوندی د دومره جڼونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د تاسیسولو په څېر مهمو کارنامو ترڅڼ کله شعر هم ویلی وی. په داسی حال کی چی دی هم د ځینو لویو پاچاهانو او سردارانو په څېر د توری او قوی مټ تر څڼ د ښه قلم او ښې ادبی قریحې خاوند و. او ځانته د نورو لویو شاعرانو په څېر یو بشپړ دېوان لری . مر حوم عبدالروف بېنوا د افغانستان نومیالی په نوم کتاب په دریم ټوک کی د ده په باره کی لیکی چی د شاعرانو او ادب د خاوندانو سره یې هم مجلسونه کول اود شعر او شاعرۍ نه یې خوند اخیست.په تېره یې بیا د پښتو ژبی د ادب سره ډېره زیاته مینه درلوده. اود پښتو ژبی په تاریخ کی د احمد شاه بابا دربار د یوه پښتانه پاچا لومړنی دربار و چی د پښتو ژبی لومړی تد ریسی کتاب پکښی لیکل سوی دی. احمد شاه باب خپل زامن هم د پښتونوالی په روح روزل نو ځکه یې د پښتو ژبی خوږ ژبی شاعر پیر محمد کاکړ دوی ته معلم مقرر کړ. او پیر محمد کاکړ د احمد شاه بابا په امرد شهزاده سلیمان د پاره د معرفت الافغانی په نوم د پښتو تدریسی کتاب ولیکه او د هغه له مخه یې شهزاده ته د پښتو ژبی قواعد ور وښودل. احمد شاه بابا په داسي عصر او زمان کی ژوند کاوه چی د هند د مغولو دامپراطورۍ جلال او عظمت ختم سوی، او تش نوم او درباری تشریفات او القاب ورپاته وه. په اېران کی د نادر افشار د وژل کېدلو څخه وروسته د هغه هیواد په هره برخه کی کورني جڼونه پیل سوي وه او نور یې د دې توان نه درلود چی ژر دي ځان سره را ټول کړي. د افغانستان په شمال کی داسی قوی دولت پاته نه و چی دې نوي تاسیس سوي هیواد ته خطر متوجه کړی. اود بخارا امیر نه یوازی دا چی پر بل چا یې یرغل نه سو کولای د ځان څخه یې د دفاع توان لا هم نه درلود. گواکی په د ې وخت کی د زمان د پخوانیو شرایطو په خلاف، چی هر وخت به د پښتنو کورته یوه بلا متوجه وه، دا ځل دوی ته د گاونډیو هیوادونو د خوا کوم تهدید متوجه نه و . او پښتنو کولای سوای چی په بېغمه زړه خپل کور سمبال کړی. خو احمد شاه بابا داسي څوک نه و چی یوازی دی د خپل کورگي په ابادولو قانع سوی وای. هغه ډېر لوړ خیالونه درلودل او غوښتل یې د پښتنو پخوانی برم یو ځل بیا را ژوندی کړی. داسی ښکاری لکه په دې کار کی چی خپلی ارزو ته رسېدلی هم وی.
 نن بیا هسی د گلزار په ننداره ځم
 چی له یاره سره خوښ همکناره ځم
 چی بر کړی می خدای لاس پر رقیبانو
 ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
 چی د هند د ملکو فتح می روزي سوه
 نور اېران لره په توغ په نغاره ځم
 پر دا کړي داد دي خدای نه سی پښېمانه
 تر ڼین می اېران لاندی شاهانه ځم
 معشوقې د اېران ډېری ترکی شوخی
 خدای چی راکي ترکي هند ته دوباره ځم
 زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
 په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم
 چی زما د ولایت فتح روزي سوه
 تروبه څه د یار له نازه کناره ځم
 احمد شاه دنیا فانی گڼم چی نسته
 دنیا پاته له ایمانه به سره ځم
 احمد شاه بابا هم د پښتنو د نورو مشرانو په څېر د خپل قام د همېښی بې اتفاقۍ نه په تڼ دی . او سره له هغه چی په خپلو فتوحاتو ویاړي او په دې هم پوهېږي چی دغه بریالیتوبونه یې د خپلو پښتنو وروڼو په توره تر لاسه کړي دي، خو بیا هم گوري چی پښتانه پر غلجی او ابدالي وېشل سوي دي. دی ورته وایی چی ټول غلجی او ابدال یو شان دی . ټول وروڼه دی او ښه والی په اصل و نسب کی نه دی. ښه والی په پاکی او سړیتوب کی دی. مېړانه په نېک عمل کی ده. په ښو جامو او د نیا او دولت کی نه ده .خپل قام ته یې ویل چی اوس د احمد شاه پر هر لور تاختونه دی او لور پر لور غزا پیل سوې ده نو باید چی لاسونه سره ورکړی او په یوه خوله او یوه زړه د ده تر څڼ ودرېږی.
 د احمد شاه بابا د عصر او له ده څخه مخکی پښتو ژبی شاعرانو په یوه او بل ډول د تصوف په برخه کی شعرونه لیکلی دی. او دغه مفاهیم یې کله کله د زلفو اوجانان ، کله د وصال او هجران او کله کله په څرگنده توگه په خپلو شعرونو کی راوړي دي. احمد شاه بابا هم ظاهری کثرت له واقعی وحدت څخه بولی . دغه ظاهری کثرت د وجود مجازي شکل بولی او حقیقت په وحدت کی گوری. د مینی په نړۍ ننوتلی دی. هغه یې کتلې ده او بیا په دې جهان کی ځان د زلفو په هر تار جلا جلا گرفتار بولی.په زړه پور ی خو دا ده چی دی ځان د عشق ښکار نه بلکه عشق د خپلی مینی ښکار بولي. او کله چی د خپل عمل خبری ته راځي نو بیا په میکدې کی اوسېدل د قسمت د لاسه بولي.
 زه هر گوره نن د لوړو په حصار ځم
 مثل نه لرم هیچری چی په شمار ځم
 که می خپله بلند ی موجوده نه وی
 لکه باد هسی د غرونو په کنار ځم
 له وحدته چی په امر را بېرون سوم
 د کثرت په ملکو هره خوا په ښکارځم
 دا د مینی ملک می خپل کړ سر تر پایه
 زه عاشق بندی د زلفو په هر تار ځم
 د ناسوت په وهم ورک سوې عندلیبه
 زه غه گل یم چی د مینی په بهارځم
 خپله مینی مي ښکاري تعلیم می ورکړ
 زه غرڅه په گړڼونو د کهسار ځم
 ملکوت گوره خاصان د صومعې کړم
 همېشه د میخوارانو په بازار ځم
 که اشنای می چېری ناز راباندی وکړي
 دا می نشته چی یمین او که یسارځم
 که هرڅو داستا د مینی وری دروند دی
 ولی تل د خسته زړونو په قطارځم
 احمد شاه ته دی د زړه بورجل ته گوره
 بې ما څوک دی چی دا هسی په گفتار ځم.

 

دملي قايد اوستر امپراتور اعلحضرت احمدشا بابا ژوند ليک د بګړې مجلې څخه را اخلو او د عبدالباري جهاني د ليکني سره ئې مل کوو . ليکوال ټکې کام


 شريف الله (دوست)
 احمدشاه ابدالى د هرات دحکمران زمان خان زوي د دولت خان لمسى دسرمست خان کړوسى دشېرخان کوسى او دخواجه خضرخان کودى دي ، په خټه ابدالي سدوزى پـــه (١١٣٥) هجري قمري کال دزرغونې نومي ميرمني له نسه چي په خټه الکوزۍ وه، په هرات کي وزيږېد سره له دې چي دعمر له مخي کشروو خو دخپل سلطنت په وختونو کي يي افغانستان ته لوي خدمت وکړ چي له همـــــــدې امــــــله دافغانستان خلکو ورته د بابا لقب ورکړ ، ده پرخپل مهر چي طـــــــــــاړسي شــــــــکل يي درلــــــــــود داجـــــــمـــــله ليــکلې وه ( الحکم الله يا فتح ).
 احمدشاه په افغانستان کښي اداري لښــــــــــکري، مالي او مدني جوړښتونه رامنځته او وزيران يي وټاکل ، اشرف الوزراء بگىخان باميزئ چي په شـــــاولي خـــان يي شهرت درلـــــــود دده سروزيـــــــر يا لــــوي وزيـــــــر وو او پـــــــه (١١٧٤)قمري کال يي داحمدشاهي ښار په نامه دکندهار داوسني ښار بنسټ کېښود. په (١١٦٦) قمــــــــري کال يي جڼي حصار ودان او هم يي دهندوکش په شـــمال کښي دتاشقرغان ښار جوړ کړ او په سند کي يي دحيدرآباد ښار دبنسټ ډبره کېښوده په (١١٨٢) قمري کال کــــي يي پـــــــه کندهار ، مشهد ، اټک ،ډهــــــــلي، روهيکنډ، پيښور، ټټه، ډيره غازي خان، کشمير، کابل، ملتان او هرات کي په خپل نامه سکه ووهله . ده دسرو زرو او مسو څخه داحمــــدشاهي دولت رسمي نښان (دوه څوکي توره،دغنمو وږي او ستوري) وکيـــــــــــــــنده او پــــــــه ځيــنو سکـــويې دابيـــــــــت هــم کيندل ســــــوي وو :
 حکم شد از قادر بيچون باحمدپادشاه
 سکه زن برسيم وزر ازپشت ماهي تا بما
 احمدشاه بابا په منځنۍ توگه سل زره عسکر ساتل او لـــــــــه پنجاب ،کشمـــــــيراو سنــــــدڅخه نيولې دآمـــــــو تر سيند،مشهداو بحيره عرب پوري دده دهيواد ټول عايدات په کال کي (٣١) ميليونه روپيوته رسېدل . احمد شاه بابا ډيرجړه ايز سفرونه کړيدي دساري په توگه يې ځني برياوي لوستونکو ته وړاندي کوو :
 احمدشاه باباد(١١٦٠)قمري کال په پاي کي غزنى ، کابل او پيښور ونيول او په کابل او پيښور کي يې (تيموري او نادري پخوانى حاکم) ناصرخان مات کړاواحمدشـــــاهــــي سپه سالار ســـــــــــردار جهان خـــــــــان ، ناصـــــــــرخان داټـــک هاخوا ته وځــــــــغـــــــــــــــــلاوه .
 په (١١٦١) قمري کال له ديرشو زرو پليو او سپرو لښکرو سره له کندهاره راووت دکــــابل او پيښور له لارى داټک او جيلم غاړوته ورسېد ، دلاهور حکمران شهنواز خان د وزيرالممالک قمرالدين خان په واسطه له ډهلي څخه مرسته وغوښته او دچناب دسيند په غاړه له احمدشاهي لښکر سره مخامخ سو خو دجڼ له ميــــــــدانه وتښــتېد او احمدشاه لاهــــــــور ونيو ، ترهغه وروستـــــــه يي ډلئ ونـــــــيــو دمحمدشاه لښکر يې مات کړ اود(١١٦١) قمري کال دربيع الاول دمياشتي پر ١٣مه نېټه يې دسرهند ښار ونيو .
 په (١١٦٢) قمري کال دکابل او پيښور له لاري لاهور ته لاړ او دلاهور له حکمران ميرمنو معين الملک سره يې روغه وکړه او دسيالکوټ ،گجرات ، پنجاب ، اورڼ آباد او امرتسر ماليات يې دهغه پرغاړه کېښوده چي هرکال به يې احمدشــــــــاهي اعلي دېـــــــوان ته رسوي ، کــــندهار تـه بيـــــــرته دستنــــــــــېدو پر وخــــت يې دقــــــــبـــــــــيلو ځيـــــــــني مشـــــران لکه : نورمحمدخان، ميرافغان غلجى، گډوخان او محبت خـــــــــان پوپـــــــــــلزى چي دده پرخــــــــــلاف يې دسـيسه جــــــــــوړه کـــــــــــړې وه ، ووژل.
 په (١١٦٣) قمري کال هــــــرات ته لاړ هغه ښار يې ترڅلورمياشتو کلابندي وروسته له اميرعالم خان څخه ونيو او دسردار جهان خان پوپلزى په مشري يي پنځه زره سپاره فوځ تربت ته ولېږل او پخپله مشهد ته ولاړ هغه ښار يې هـــــم تـــــــرڅلـــــوروميــــاشــــــتو کلابنـــــدي وروستــــه ونيــو اودنــــيـــشاپـــورخــــواته لاړخوچي دنيشاپور حاکم عباس قلي خان مقاومت وکړ او لـه بلـــي خــــوا دژمي سخـت موسم راغي نو احمــــدشــــــــاه دهرات له لاري بيرته کنـدهار ته راوگرځېد.
 داحمدشاه بابـــــــا پــــه وخت کـــــي دکــــــــــلات حکـــــــــــــــمــــــــــران دميــرعبدالله زوي ميرمحبت خان وو خو بلوڅ خان دهغه کشر ورور داميرنصـــيرخــان پــرخـــواوو ځــــــکه يې داحمــدشاه حضورته عرض کړي وو نو په (١١٦٣) قمري کال چـــــــي احمدشاه دخراسان له سفره راوگرځېد سملاسي يې له کندهاره دبلوڅو کلاته مخه وکړه ، احمدشاه ترمستوڼ وروسته کلات ته رهي سو ميرمحبت خان ،حاجي رحيم خان بابي له قرآنکريم سره داحمدشاه حضورته شفيع واستاوه ، احمــــدشاه هم سملاسي هغه پرېښود بيرته کندهار ته راغي ، ميرمحبت خان خپله يوه خور چي بي بي ميرگوهر نومېده داحمدشاه حضورته واستوله او احمدشاه هم هغه واده کړه .
 په (١١٦٤) قمري کال بيا احمدشاه له خپل نيکه سره دهرات له لاري پر نيشاپور کلا حمله وکړه او ويې نيوله .
 پـــه (١١٦٥) قمــــري کال دپــنجاب دنيولو لپاره لاهور ته ولاړ ميرمنومعيـــن الملک ترڅلورومياشــــتو پوري مقابله وکړه خـو ترهغه وروسته تسليم سو .
 د(١١٦٧) قــــمري کــال په سرکي احمدشاه سند ته يـو سفر وکــــــــــــړ او وروستـــــه يـې دهـمــــــدې کال په منځ کي له کنـــــــدهــــاره هرات تــــه سفر وکــــــــــړ او د خـــراســـان تر نيولو وروستــه يي مشــــــهـــد کــلابــــــند کــــړ ، دنـــــادرشـــــــاه لمسي شاهرخ ميرزا دده اطاعت ته غاړه کيښوده او احمــــــدشــاه دړانــــده شاهــــرخ نيــابت نورمــــــحمـــــــــدخــان افـغان ته وسپـــــــــــــاره .
 احمدشاه چي په (١١٧٠) قمري کال له هنده را وگرځېد په پنجاب کي نوي شور پيدا سو او دفيروزجڼ زوي غازي الدين او ادينه بېگ پورته سول ، سکانو هم په پنجــــاب کي قــــوت ومونــد او دلويديځ له خوا هم دمرهټه لويو قوتونو د ډهلي پاچاهي گواښله او پنجاب يې هم ونيو، دامهال دهـــند اســــلامي مــــــشرانو او د ډهــــــلي اميـــرانو احــمدشاه راوباله چي دهند داسلامي پاچاهۍ دساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي. احمد شاه هم دخپلو لښکرو سره دلاهــــــــور خواته وخوځېد اوهند ته ولاړ، احمدشاهي لښکرو له هنــــدواڼو او سکــــــانو سره تـــــــــر ډيــــــــرو جـــــړو وروســــــته چـــــي دښــــــمــنانو ته يې ډيري ماتي ورکــــــــــړې وروستــــــــــني ټــــــــاکــــونـــــکې جـــــــــړه دپـــــــــانـــــــــــــي پــــــت پـــــــرډگــــــــــر لـــه لـــسولــکو مـــــرهټــــــــــانو او هنـــــــــدواڼـــــــو ســـــــــره وکــــــړه او پـــــــــدې جــــــړه کــــــــي يــــــې ددښـــــــمــــــــن پـــــه زرو زرو جړن او دوه ســـــــوه زره نــــــــور کــــسان تـــــــر تيـــــــــــــغ تـــــــير کــړل چــــــي دجمــــــــادي الاخــــــــــر پـــــــه شپــــــــږمه نېــــــــټه يــــــــي لــــــــويه ســـــــــوبه پـــــــــه بــــــــــرخه سوه . ددې ستـــــــــري غـــزا جڼي ولــــــــجې او غنــــــــائم پنـــــــــځـــــــوس زره آســــونه، دوه ســـــــوه زره غـــــــــوايــــي ، پنــــــــــځـــه ســـوه فـــيــــــلان، څـــــــوزره اوښـــــان او دوه ويـــــــشت زره بــــــنديان لاس تــــــه ورغلـــــــــل، ځکـــه نــــــو نومــــــوړې جـــــړه دپــــانــــي پـــــت دجــــــــړې پـــــه نــــامه مشــــهــوره ده.
 هغه وخـــــت چي احمــــــدشاه دپـــاني پت تر سوبي وروسته کندهارته راوگرځېد په پنجاب کي جيساسڼ دبغاوت بيرغ پورته کړ ،دپنجاب نايب الحکومه زين خان يې کلابندکړ، احمدشاه ددې شخړي دمخـــــــنـــــيوي لپــاره د (١١٧٥) قمري کال په لــــــومـــــړي نيــــــمايي کــي لاهور ته لاړ په (٤٨) ساعته جړه کي يې دامرتسر خواته (١٣٥) ميله واټن وواهه او په روهي کي دسکانو له دوه سوه زره لښکر سره مخامخ سو د (١١٧٥) قـــــمري کال درجـــــــب د ١١مـــي نېټـــــي په جړه کــــــي يې دشــــلو زرو سکــــانو پـه شاوخوا کـــــي ووژل او مات يــې کــــــړل .
 په (١١٨١) قمـــــــري کال کـــــــي يې وزيـــر شاه ولي خان له شپـــــــــږو زرو سپـــــــرو لښــــکرو ســـره لــــه کنـــدهار څخه بلـــــــخ او بدخشــــــان تـــــه واستـــــول ســـو . دبـــــخـــــــارا حکمــــــران شـــــاه مــــــراد چي دافغانســــــتان پـــه شمــالي سيــــــموکـــــي يــــې باغيــــان پـــارول ، ځــــکه نـــو پـــه همدغه کال پخـــــــپله احمـــدشاه دهـــرات له لاري ميــــمنه ،اندخوي ،بلخ او شبرغان تصفيه کړل او دبخارا له پاچا سره يې جړه ونکــړه او روغه يې وکړه، په دغه سفر کي وزير شاولي خان دجوزجان له فيض آباد څخه خرقه شريفه کندهار ته راوړل چي تر اوسه په دغه ښار کي ده .
 هغــــــه وخــــت داحمـــــدشاه له خـــــوا دنـــادرشـــاه ړونـــــد لمــــسئ شاهـــــــرخ مــــيرزا دخـــراســـان پاچــــا ټاکل ســــــوي او داحـــــمدشاه تر شـــــهــــــنشاهي لانـــــدي وو خــو دا چــــــي د (١١٨٣) کال پــه شـــــاوخوا کــي دشاهـــرخ زلــــمـــي زوي نــــصرالله ميـــرزا او دتــــون او طــــبس حاکــم علي مردان خان خپـــل ســـري ســوي وو نو ځــــکه د (١١٨٣) کال په پاي کي احمـــدشاه له کــــندهاره هــرات او مشهد ته ولاړ ، په دغه سفـــــــر کــــــي دبــــلوڅو پـــاچا نصيــــرخـــان چي داحمدشاهي دربــــــار تابــــــع وو لـــه شلو زرو تــــنو سره دخـــراسان په جړه کـــــي ښــــــه کارنــــــامې وکـــــړې او د تــــرشېـــز پــــه کـــــلا کي يې علـــــي مــردان مـــات کـــړ.
 داحـــمدشاه بــــابا خـــدمتـــونه خــــــو پــه افغانستان اونورو ملکونو کي دومره دي چي دشنلو اوستايلو څخه يې په لس هاووکتابونه ليکل کيږي خو احمدشاه بابا دتوري او ميړاني ترڅڼ دقلم سره هم مينه درلوده ،ځـــــکه نو دپښتو ژبـــــي يو تکــــــړه شاعــــر هم ورتــــــه ويــــلاي سو، يــــــو لـــوي دېــــوان لــــري چـــــي بيـــــتونه يـــي پـه تـــــقــــــــريــــــبـــــــي ډول (٢٥٠٠) تـــــــه رســــيږي . احمـــــدشاه بابـــا دخپــــل ژونــــد په پاي کښـــــي دپرلــــــه پــــسې جــــــړو له سفــــــــرونــو څـــــــخه دکـــــړاوونو پــــه اساس کمــــزوري ســـوي وو دکنــــدهار لــــه ښــــاره دکوږک نومي غره ته چي پراخه او ښه هوا يې درلوده ولاړ ترڅو مياشـــــــتو وروستــــه د (١١٨٦) قمـري کال درجب دمياشتي پــه شلمــه نېـــټه دجــــمـــعې په شپـــــه هلتــــه ديـوې ناروغي په اثـــــرپــــه (٥١) کلــــــــنــــي کـي د (٢٦) کاله پاچهي وروستــــه وفــــات سو.(روح دې ښاد وي)
 د بيتونو يوه بېله يې په لاندي ډول ده :
 
 دډهلي تخت هيرومه چي راياد کړم
 زمادښکلي پښــــتونـــخوا دغرو سرونه
 احمدشاه به دغـــه ستا قدر هېرنه کا
 که ونيسي دتــــــمام جــــــهان مـــلکونه

عبدالباري جهاني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005