Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد رسول دروېش

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد رسول دروېش د محمد سرور زوى، په 1357ل كال د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په مټاخېلو كلي كې زېږېدلى دى. ديني او عصري زده كړې يې په خپل كلي كې كړې دي. تر منځنيو زده كړو وروسته كوټې ته راكډه شول، چې اوس هم په كې مېشت دى. په كوټه كې هم ارام نه دى ناست، بلكې هورې يې هم د پوهې ډېوه په لاس كې نيولې ده.
نژدې څلور كاله كېږي چې شاعري كوي او له ادبياتو سره ځانګړې مينه لري. د شعر په ډګر كې به څه كمزورۍ لري، خو دى دا هڅه كوي چې د مطالعې او تجربو په ځواك خپله شاعري ځواكمنه او هنري كړي. د شعر ژبه يې ساده او دوديزه ده. كېدى شي د څه وخت په اوښتو سره خپل شعر ته د نوښت رنګ وركړي او داسې مسايل او موضوعګانې په كې بيان كړي، چې د هنري ارزښت تر څنګ ادبي كيفيت هم ولري. په لږو مشاعرو او ناستو كې يې ګډون كړى او خپل اكثر شعرونه له ځان سره ساتي. د مطبوعاتو ډګر ته لا نه دى راوتلى، كه څه هم اوس- اوس په ادبي زده كړو بوخت ښكاري، خو بيا يې هم له شعر و شاعرۍ سره خپله مينه نه ده پرېښې.
د شعرونو اساسي موضوع يې د دلبر هجر او د رقيب غندنه ده. دى كه له يوې خوا د دلبر له رخې او نزاكتونو څخه سر ټكوي، له بلې خوا خپل اغيار ته هم ګواښېږي، نو له بله پلوه يې نصيحت امېزه خبرې هم هېرې كړې نه دي.


ناخوښه
كه مې خپل ګل په كې نه وي، ګلزار څه كړم
كه مې يار ګرځي له اغيار سره دا يار څه كوم
كه د زړه وينې هم زه وركړمه وفا نه لري
كه جنازې ته يې بيا راوړې دغه هار څه كوم
نغمې يې اورمه د زړه په غوږ ورتللاى نه شم
هيلې مې نه اوچتوي دغه ريبار څه كوم
چې مې په زړه كې زلزلې چوپ شوې نه غواړي نور
له داسې خلكو سره مينه په زړه بار څه كوم
نصحيت مه راته كوئ دا د قلم په ژبه
دروېش پر پله د فرهاد لاړم او بيا دار څه كوم.

زړه ته ډاډ
چې مقتدا به مې ويل ورته كتل يې راته
خو چې متهم شومه په مينه كې رسوا كړم اشنا
په ايمان ليكي قلم زما دغه سپېڅلي توري
راته يې ګران شو قناعت زړه كې جلا كړم اشنا
يو خوا ته مينه، بل خوا عشق، بل خوا ته وېره لرم
ډاډ به و زړه ته وركوم، كه په ژړا كړم اشنا
نور مې نو مه لټوه دا د وير خيالونه ګوره
د عام و خاص خلكو چې نن تا د خندا كړم اشنا
محمد رسول به دې نور نه كوم د وصل تمه
چې له غمونو به دې ستړى شوم، ګدا كړم اشنا.

ژړېدلې سترګې
ستوري شمارمه د سهار په راتلو
شپه تېرومه د ريبار په راتلو
اوښكې مې اخلي رخصت، سترګې ژاړي
فكر وهمه د بهار په راتلو

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005