Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-17  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

دا ځل نوي وریځي راغلې،چاپېرچل کي بدلون راغی
داځل وریځو ته جانانه،ټول اســــــمان په اوږو بار دی
دټولنې جنــــــــــازه، په تخــــــیل زمونږ پرتــــــــــه ده
حقیقت کي راته ګرانه، دا  خپل ځان په اوږو باردی
مابه هم وې ځان خَس کړی، د سیلۍ  سره  به تللم
ښاپیرۍ ته د احساس مي ،تورابان په اوږو باردی
په یوه څپېړه ستا چې،دخولګۍ نه ویني څاڅي
یوه موده وشوه چي مونږته ،داباران په اوږو باردی
ګيرچاپیره سمندر کي ،ددې  دهر  کولمبَس  ته
د ورک شوو لارویو ،یو کاروان په اوږو بار دی
دبلقیسي باچایي ده ،هــــــــواګانو ته ظــــــفره!
یومحل په اوږوبار،بل سُلیمان په اوږو باردی
ظفرکریمی کراچۍ

 

ظفرکریمي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005