يې و لړم ته ورته
ته د تيارې په منځ كي
ځان ته كورګى لټوې
دځان پټونى كوې
ئې ومېږي ته ورته
زما وروكيه ګرانه
او و مېږي ته ورته
تل ته په لټه كي ئې
ته ومېږي ته ورته
يې سر تړلى آرام
او ته يې داسي غوصه ناكه وروره
د اورپاش غره په شاني
ته خو نه يو
او نه خو دوه ئې ګرانه
ته تر كړو وتلى
ته دپسه په شان يې
دى چي هم كله
ښكر په ښكرسي ګرانه
نوكې غليم پري زور سي
ورته خپل سر ټيټوي
دى دى مغروره دونه
په لاره سم نسي تلاى
او چي كله هم دى
ږغ د چړې واوري
دى ټينګېدلاى نسي
په دې نړۍ
ته يې عجبه مخلوق
كه سمندر ته
ورشوه دي كړي څوك
ته دكبانو تر زرګونو ډولو
لا هم عجبه ښكارې
او په دې ګرده نړي
چي څه ظلمونه كيږي
دادي هم ستا له بركته ګرانه
او ته عجب مخلوق ئې
اوس دي خالق هم
ښايي حيران وي تاته