Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-17  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

بدله

 

دوه انډيوالان په يوه سفر كي دلاري ملګــري ول. دلاري په اوږدوكي يې ترمنځ پر يوه خبره لانجه راغله. يوه ملګري دابـل  په څپېړه وواهه. هغه  ډېرخپه  سو. په خوله يې څه ونه ويل. د ريګونو پر سركښېناست اوپه ريګوكي يې وليكل: ((نن مي د ژوندانه د ترټولو نژدې ملګـــــري له لاسه څپېړه وخوړه)). دا دوه ملګري خپل سفر ته ادامه وركوي، څو چي يوه خــــوړ ته رسيږي. هغه ملګرى چي دابل  ئي په څپېړه وهلى و، د اوبـــــــو څښلو په نېت د خوړ غاړي ته نژدې كــــــيږي. له نژدې كېدلوسره سم يې داوبو يوه تونده څپـه له ځان سره اخلي او ملګرى يې د هــــــغه د ژغورني په هڅه كي بريــــــالى کيږي. د خوړ غاړي ته يې روغ رمټ رارسـوي او له رارسېدلوسره سم دملګري د ژغـورني دخوښۍ په حال كي په يوه ګاره كــي داسي كينـــــــــدي:

((نن مي د ژوندانه د ترټولو نژدې ملګري ژوند وژغــــــوره.))

بل ملګرى يې پر دې خبره ډېر حيــرانيږي اوترې پوښتي:- (( ملګرې! مخكي، چي له لاسه مي په تكليف شوې، هغــــــه دي په ريګوكي وليكل مګردا ځل چي ژوندمي دي وژغورى، پر ډبره دي وكيندل.)) ملګري ئي په يوه لرونکې مسكا سره دا ځواب وركړ:- (مـوږ بايد چي د چا بد په ريګو كي وليكو چـــي دبخښي، دوستۍ او رحم بادونه يې له ځا ن سره پاك كړي اود چاښه با يد په ډبره كي وكيندو، چي هيڅ ډول بادونه يې له ځايه ونه سي خوځولاى).                                

 

محمود(مرهون)   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005