غزل
ګل پاچا(افسوس) ګردی ځنګل
دتاریخ په ویاړ که غواړې حقه لیارکړه
دباباتاریخ په یادکړه ځان هوښیارکړه
خمیده چي له اخلاقوموجودات ؤ
په خواصودهغه شخص ځان خمارکړه
دکونینوښکلاده په اسلام کي
داسلام په جامه ځان ښکلی سینګارکړه
دجهان کاروان سول خاوروسره خاورې
خو ښوه توحیدباطل ځنی فرارکړه
چي رضادرب په صدق اوپه روښتیاده
په خوږه ویناخفه زړونه ګلزارکړه
هیڅ حکمت اوسیاست نشته په باطل کي
ځان دحقې غاړې عارباطل مهارکړه
نه چي ورسې د(آفسوسه)سره ربّ ته
سپین دفتردي داعمالوجوړبې خارکړه