زمادنوي ژوند جانانه راشه غاړه راکړه
وکړه کرم، شه مهربانه راشه غاړه راکړه
قراره شپه ده زه دغم تبي نيولی يمه
چيغي مي رسي تراسمانه راشه غاړه راکړه
بغير له تا به مي هيچيري دزړه صود ونه شي
زما قرار، زما درمانه، راشه غاړه راکړه
خوب مي ليده چې تاحالات رانه په بله يوسي
نن بلا ډېر يمه پريشانه راشه غاړه راکړه
دوخت رقيب ته مي نور مه ښايه سينه مغروره
زماريښې_ ريښې ګريوانه راشه غاړه راکړه
د عشق په جګو ټيټو لارو مې مزل کړی دی
ثاقب يم ډېر ستړی ستومانه راشه غاړه راکړه
اميرالله ثاقب ___خوست