د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد رسول وفا د صوفي عبدالكبير زوى، په 1355ل/1976م كال د صوفيان كلا په توره شاه سيمه كې زېږېدلى دى. تر څوارلسم ټولګي پورې يې زده كړې كړي او اوس خپله رسمي دنده پرمخ بيايي. د دې تر څنګ په پښين كې د ”پښتو ادبي ستورو“ ادبي ټولنې يو غړى هم دى. چې له دې لارې خپلې ادبي او فرهنګي چارې روانې ساتي. نوموړى د شاعرۍ تر څنګ ښه نثر هم ليكي. كه چېرې يې دواړه له پامه ونه غورځول، نو په دې دوو برخو كې به بريمن شي. ځكه په دغه سيمه كې ځوان استعدادونه په كار نه دي اچول شوي، كه هڅې هم شوي، نو خواخوږو انسانانو په خپلو لږو امكاناتو سره پيل كړي، پر دغو كسانو د دولت هېڅ ډول احسان نه دى پروت، ځكه چې ډېره لږه پاملرنه يې هم نه ده ورته كړې.
محمد رسول وفا، ساده او په سندريز سر و تال برابر شعرونه ليكي، څرنګه چې د لرغونو شاعرانو زياته مطالعه لري، له دې كبله دى هم له هغو اغېزمن ښكاري او شاعري يې زياتره ولسي شاعرانو ته نژدې ده. د دې تر څنګ د حمزه بابا كلا ته هم نژدېوالى لري.
دى د غماز په غمازۍ ځورېږي خو دا ځور دومره نه دى چې دى يې مقابله ونه كړاى شي. بلكې دى د دښمنۍ تخم په اور كې غورځوي او غواړي چې د مينې وږمې خپرې شي. همداراز د خپلو تشو لاسونو او خالي جېب وير هم نه كوي، ځكه دى د خپل هنر په ګنج غره دى او د دنيا په سرو شنو يې نه وركوي، هغه د يوه پوه خبره ده:
”چې غريب يې خوشحاله واوسه، كه بډاى يې كمين!“. خو دا تواضع او خاكساري به د هغه چا په په برخه وي، چې شته لري خو په زړه كې د خپلو شتو له كبله غرور او بېځايه رخه نه لري. له بده مرغه اكثره وخت هغه كس چې شته لري، هنر نه لري. بيا هغه څوك چې هنر لري، شته نه لري. كه چېرې يوه سمه پرتله او ارزونه وشي، نو د هنر ګنج تر سرو زرو ډېر غوره دى، ځكه همدغه هنر دى، چې بلا ډېر شته پيدا كولاى شي. خو شته هنر نه شي رامنځته كولاى، كه رامنځته يې هم كړي، هغه به مصنوعي وي.
غوښتنه
بخته! سختزړي يو تر بل بدترې مه راكوه
زما د جود په وينو سرې شكرې مه راكوه
زه كه سايل يم، كه مسوول يم، لرم دا التجا
درده! پېغور د مرور ملګرې مه راكوه
چې د اميد غوټۍ مې وسوځي، د ځيګر په كور كې
په مړو ايرو كې راته سره بڅرې مه راكوه
ارمانه! ځان لره به نوره سزا خپله وركړم
بيا د رقيب په لاس پر سر ډبرې مه راكوه
محمد رسوله! د زړه پټ راز دې خوندي وساته
نورې په غوږ كې دا د غم سندرې مه راكوه.
د مينې ډېوه
زړه كې چې د مينې ډېوه بله شي
ستاسو په عقلونو دا شپه څله شي؟
زه چې د افسوس فرياد نارې وهم
خپل مې دى، ګيله كله له بله شي
زه كه څه اقرار د خپلې ژبې كړم
چا ته ناديده ايينه څله شي
خوا ته مې د ګل كاته درانه ښكاري
بيا هم ستا تهمت پر بنده خپله شي
زه رسول وفا يار خپلول غواړم
بخت مې بېګانه غوندې څو ځله شي.