زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ
زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم
زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم
زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې
پر ما يې غږ کړ چې " راګوره ابا
"!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي
!هغه مې هېرې نه دي
زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسوم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
تا که د نورو په وژلو کړولو باندې
د جنت حورو ته خپل غيږ پرانيستې
خو زما د رنځورې ربړېدلې ميرمن
د درد نارې يادې دي
زه د جنت حورې دا دومره ژر نژدې نه غواړم
ته که د کفر په وژلو کې ميړانه ښيې
خو زه مسلم مې وينه نه در بخښم
ما لا تر اوسه د جنت له حرصه
نه اسلاميت نه انسانيت هېر کړی
باور په خدای کړه چې په لوږه مې نن
له کوره دغه کراچۍ ايستې ده
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم
خو په الله مې قسم
چې په هغې دنيا به
له دې تڼاکو نه په ډکو لاسو
ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم
زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم
چې دې جنت ته د ورتلو په بدل
ولې بچيان دې يتيمان کړل راته
ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن
ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ
ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ
زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟
هغه د کور ميرمن مې
خدایزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟
ته که د کفر په وژلو کې مېړانه ښيې
تا که جنت ته خپل زړګی تود کړی
خوزه مسلم مې وينه نه دربخښم
زه به په ورځ د قيامت
هرو مرو د خدای په مخ کې له تا وپوښتمه
بس دا ده سا مې خيژې
نور نو په وينو رنګ شوم
خدایزده چې زما بچي به
زما د کفن پيسې له کومه راوړي؟
خدایه ته رحم وکړې
خدايه ته رحم وکړې
لمر ټلويزيون_د وږي اتلسمه نيټه، د شنبې ورځ