زه خو دخپل جانان له غم سره لګیایم
دزړه له پرهار او ملهم سره لګیایم
د اشنا دغمو نو کا ڼې پر لېمو وړم
له داسې امتحان او زغم سره لګيا يم
چې په زړه مې را پریوځې رغېدل ېې ګران
داستا د یادو نو له بم له سره لګیا يم
نه خو لاس ور وړې شم او نه ېې څنډ وهلې شم
دیار دزلفو پيچو خم سره لګيا يم
زماېې په لیدو پسې سترګې ووتې
دا نه را ګورې له ستم سره لګيايم
ته که هر څومره رانه لرې لرې ګرځې
خو زه فقیرزی له قسم سره لګيايم
. فقيرزی