غزل
باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړل
تنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړل
يو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شول
په موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړل
كوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يې
يو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړل
د غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړل
دې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړل
دا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان ته
شمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل.