Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد رضا شيدا

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد رضا شيدا د محمد فاضل زوى په 1967م/1346ل كال د پښين په توره غونډۍ سيمه كې زوكړى دى. خپلې زده كړې يې تر بي- اې (د ادبياتو ليسانسې) پورې رسولي او اوس هم په ښوونه او روزنه بوخت دى. د دې تر څنګ يې شعر ليكل نه دي پرېښي، تر اوسه يې ډېر نظمونه او شعرونه كښلي دي. خو كوم خپور شوى اثر نه لري.
داسې ښكاري چې شيدا د مظلومو او كموزلو انسانانو ژړا او سلګۍ د زړه په غوږونو اورېدلي او درك كړي يې دي. په ډېرو شعرونو كې يې د اوښكو او ګيلو يادونه شوې، نو ځكه ويلاى شو، چې نوموړى د ولس د تراژيديو انځورګر دى او هڅه كوي، هر انځور او كلام يې د ټولنې د زړه ټكور او سكون شي. دا ځكه چې بېوزلي انسانان خو يوازې په اوښكو او صبر خپله تسلي كوي او د وير او درد پر وخت له زغم پرته بله زوروره وسله ورسره نه شته. نو شيدا هم خبر دى چې د خواشينيو پر وخت د سرو شونډو، تورو سترګو او نرۍ ملا ستاينه نادوده ښكاري. ده هم د خپل رسالت له مخې هڅه كړې د خپل ولس ټولې خواشينۍ او خوښۍ درك او بيا يې په خپلو شعرونو كې انځور كړي.
كه د ده په شعرونو كې د عيني او ذهني انځورونو له كمښت سره مخامخېږو، بيا يې هم بيان د پام وړ دى.
”شعر د انځور له كبله له يوې ځواكمنې تمثيلي جنبې څخه برخمن دى، ځكه هر تورى يوه ذهني او عام څيز ته ځانګړى شوى دى“. خو هر شاعر ځان ته يو شعري سبك او مكتب لري، بايد ويې لري، كه خپله ورڅخه برخمن نه وي، د بل مخكښ شاعر پيروي دې وكړي او د هغه په مرسته دې ځان ته يوه ځاى ته ورسوي، دا پيروي يوازې د هغه پياوړي شاعر له شعر څخه تقليد نه دى، بلكې د مخكښو شاعرانو له مشورو او لارښوونو څخه دې ګټه واخلي.
كه يو شعر د انځورونو له مخې كمزورى وي، بيان به يې ښكلى وي او كه يې بيان ښكلى نه وي، بيا به يې تمثيلي جنبه يا هم الفاظ ښايسته وي. كه دغه اړخونه په كې نه وي نو جوته خبره ده، چې دغه شعر بې ارزښته دى.
شيدا لا د ځوانۍ په پړاو كې دى او كه نوي او زاړه شعرونه يې په غور سره ولوستل، همداراز د شعر پر فني اړخ يې ډېرې شوې څېړنې او پلټنې ولوستلې، كېدى شي شعر يې په انځورونو بډاى او نور هم په زړه پورى شي.

لارې
ځي مو تر چشمانو څاڅكي څاڅكي نه دي، دارې دي
جوړې مې پرمخ باندې د اوښكو لارې لارې دي
سترګې خو ناحقه اوښكې نه څڅوي ګرانې دي
ډېرې شوې زهيرې، داسې نه دي چې مكارې دي
زه به له رقيبه نن پر څه باندې ګيله وكړم
ناست دى، هغه ناست دى، ستا له لوري وارې وارې دي
دواړو ادا كړي نن كردار د دښمنانو دى
يار دى، كه اغيار دى، په چمو كې سره سارې دي
پرېږدئ له ناسيالو سره ناسته ياري مه كوئ
هر وخت د شيدا پر دغو خلكو باندې نارې دي.

تصوير
ستا د حُسن په جاله كې مې زړه ګير دى
ژاړم مخ ته مې نيولى ستا تصوير دى
راسره يې همېشه په تصور كې
كه دې باسم زه له خياله زړه په وير دى
زه قربان يې شم تر سترګو زې مريى يم
زه غلام، زه يې مريد يم دى مې پير دى
د شاهانو د تخت وړ دى، شازاده دى
په وينا و په ګفتار كې يې تاثير دى
ما شيدا كړى عجبه انتخاب دى
د جهان د ښايستو او ښكلو مير دى.

برخې
دا په هوس او لوى اميد چې مې ورولېږلو
خدايه! دا حال به كله زما جانان ته ورسېږي
اغياره! كړم بې تراټې تراټې پر سينه باندې ستا
چې كومه ورځ مې لاس دا ستا ګرېوان ته ورسېږي
ما هېڅ لذت، مزه او خوند لا ترې اخيستى نه وي
د اميدونو ګل مې ژر خزان ته ورسېږي
توره په لاس، ټوپك پر څټ، د غليم مخه نيسي
پرېږدئ! چې دا وګړي خپل كاروان ته ورسېږي
چې ورباله يې بې وزرو يې لوړ ورساوه
له تا نه پس به كوم سړى اسمان ته ورسېږي
كوږ بار هېڅكله چا تر كوره رسولى نه دى
امكان يې نه شته چې د كلي ميان ته ورسېږي
شيدا د هر سړي په نوم يې برخې ولېږلې
پرې باور نه شته چې به هر انسان ته ورسېږي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005