زما غريبه مسافر جانانه
وايه په څه يي مرور جانانه
كه يي د دنګو دنګو غرونو پناه
خو زه دې وينمه اكثر جانانه
كله سپوږمۍ شې پاس په بام ښكاريږې
كله شې ستورې د ماښام ښكاريږې
راسره ټوله ورځ د لمر غوندې يي
چه مازديګر شي په سلام ښكاريږې
وايه چه تا له چرته خيال كې درځم
يا له كه بوئ شم په شمال كې درځم
يا چه اوښان اوښان وريځې ګرځي
په هغه وخت د بوډئ ټال كې درځم
ما سره ته هره شيبه اوسيږې
د زړه په كور كې مې ديره اوسيږې
لكه د سوري راسره يي هر وخت
چه چرته ځمه هلته ته اوسيږې
خو بيا مې هم زړګې لا صبر نه دې
وايم چه ما خو كړې كبر نه دې
د ا به وي داسې قسمتونه زمونږ
خداي خو په هيچا كړې جبر نه دې
نو بيا دنيا ته ولې غم راتلو
چه له ازله بنيادم راتلو
مينه خو راغله د انسان په خاطر
غم راپيدا شو چه صنم راتلو
زما غريبه مسافر جانانه
وايه په څه يي مرور جانانه
كه يي د دنګو دنګو غرونو پناه
خو زه دې وينمه اكثر جانانه
منم چه ستا به مجبوري وي ډيره
روزي ګټل خو ضروري وي ډيره
زه دي په خوب كي لاس تڼاكې وينم
ستا په تنكې ځوانې خواري وي ډيره
خو زما تور اوربل سپين رنګ اخستې
سترګو مي سور خمار د بنګ اخستې
څنګه چه ومه هسې نه يم پاتي
مخ مې تور رنګ لكه لونګ اخستې
ګرانه زما د سترګو توري تا له
ګهړئ ګهړئ په لارو ګوري تاله
چه مسافر جانان به كله راځي
جونه لونګ په تار كي پلوري تاله
وطن ته راشه د ګور ګورو وخت دې
غاړي كوي بيا د تنځرو وخت دې
شپيلۍ راوخله چه رمې وپيايو
د غره لمن كې د سندرو وخت دې