پوښتـنه نه شـم كړاى ځـــواب زما په لاس كــې نه دى
عجيبه ژوند دى خپل حساب زما په لاس كې نه دى
زمـــــــا دكـلــي رويـــــــــــات زمــــا رضــــا نـــه مــنــي
ژونـــد بــه كــوم خــو انتخــاب زما په لاس كې نه دى
تا خــوپــه مـــا دلمــرسپيڅلى مــزدك هم ړنګ كړى
خوستا ممبر او ستا محراب زمـا په لاس كې نه دى
چې زمـــا روح كــې يــې دحــسن مــــوسيقــــي غږېـده
اوس هغــه ريــدم او ربــاب زمـــا پــه لاس كـې نه دى
پــه دې هم پوه يــم چې شــــيطان راسره سوله نه كړي
خو دا هــم وايــم چې شـــهــاب زما په لاس كې نه دى
اوس خوبه خود راباندې پښې ږدي بې قـيزې اســونه
اوس خو بــيرغ دانقلاب زمــــا پــه لاس كـــې نـــــه دى
اوس دســــــجدې لپــاره لوېــشت ځمـكه راپاتې نه ده
لپــې مـــې تشــې دي ثـــواب زما په لاس كـــې نـــه دى