Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-05-21  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

د هوا مرغان

د هوا مرغان

 

دا د هوا مرغان له موږ نه ښه دي

او د هوا بريدونه پيژني
هر خوا ګرځي او هر چيرې ځي
دوبی په يو ځای ځاله جوړه ژمی بل ځای کې وي
منی په يو ځای کې اوسيږي سپرلی بل ځای کې
خو زموږ تر منځ دي بلا کرښې تيرې
له چانه تاو د روايت کرښه ده
څوک زندانونو کې زاړه شول سره
له چانه تاوه د غربت کرښه ده
له چانه تاو د نژادونو کرښه

له چا نه تاو د مذهبونو کرښه
څوک د خپل فکر په زندان کې بندي
له چا نه تاو ده د فکرونه کرښه

محبوب   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005