وطنه جوړوم دي جوړولو چـل اوس نه راځي
هدف مي ورانول دي ورانولو چـل اوس نه راځي
بس ګورم دي موقع ته چي دي څنګه په لاس راوړم
سـل ځل دي خرڅوومه خرڅولوچل اوس نه راځي
راځئ چي سره يـوشــو د دښمن داشومي هيلي ته
دښمــنه ختموم دي ختمولو چـل اوس نه راځي
راځئ چي سره کښېنو بيا جرګـــواو مرکــــو ته
وطـنــه اماده يې خوبل لور ته چل اوس نه راځي
امـــــــيد پدې شعار وايي چي راشئ اې مشرانو
دا وخت دی دېووالي ديووالي چل اوس نه راځي